د هېواد نامتو سندغاړي “استاد ګلزمان” د ژوند پور پرې کړ!

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

هېواد کې رسنیو د تکړه سندغاړي استاد ګلزمان د مړینې خبر ورکړی دی.
د راپورونو پر بنسټ، سرچینو تایید کړې چې استاد ګلزمان، سندرغاړی او سندرې جوړوونکی د ۸۲ کالو په عمر د ومړ. سرچینو ویلي چې استاد پرون جمعه د کب شپږمه د ورپېښې ناروغۍ له امله په ابدي خوب ویده شو.
نوموړی د افغاني موسیقۍ له مشهوره څېرو څخه و، چې په پښتو ژبه یې سلګونه سندرې او ترانې ویلي. نوموړي په ۱۳۴۳ ه.ش کې په رسمي توګه په ملي راډیو ټلویزیون کې سندرې پيل کړې.
اسناد ګلزمان په کال ۱۳۶۲ ه.ش کې د سندرو جوړولو په برخه کې لومړی مقام ترلاسه کړ. همدارنګه نوموړي د پخواني اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ” موسېقۍ د بابا” لقب ګټلی و.
د راپورو پر بنسټ، استاد ګلزمان تر ۵۰۰ پورې غږېزې او انځورېزې سندرې په ملي راډیو ټلویزیون کې ویلي دي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.