حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!

عصري، سپینه او فیشني داخلي ډیزاین دیاران له لوګو سره
هـر انسان غـواړي، چي پـه خپلو چارو کي بريالی وي او پرمختګ پکي وکړي.
هر څوک د پرمختګ کوښښ کوي او دا ئې هيله وي، ورځ تر بلي ښه شي.
موږ بايد دا زده کړو، چي څومره پر خپل پرمختګ خوشحالېږو، هغومره د نورو  پرمختګ ته هم خوشحاله شو.
د هيچا پرمختګ زموږ د پرمختګ  خنډ نه دی.
که مو د بل پر برياليتوب او پرمختګ زړه خوړ، موږ هم مخته نشو تلای.
که مو د بل لاري ورانولې، زموږ لاري به هم ابادي پاتي نشي.
د هيچا پر بريا او پرمختګ مه خفه کېږئ!
له دې ناوړه ناروغۍ  ځان وساتئ!
نيت پراخ کړئ!
حوصله دنګه وساتئ او زړه لوی کړئ!
د نورو په بريا کي خپله بريا ووينئ!
داسي مه کوئ، چي د بل په ناکامۍ کي خپله کاميابي غواړئ!
که واقعاً د يو چا پر، پرمختګ وياړئ او خوشحالېږئ؛ په رښتيا ئې ستاينه وکړئ او په اخلاص ئې تشويق کړئ!
که په زړه کي ئې پرمختګ نشئ زغملای، زړه ورته خورئ؛ مهرباني وکړئ،  مصنوعي تشويق ته ئې لاسونه مه پړکوئ! د موقتي خوشحالۍ لپاره ئې کاذبه او دروغجنه ستاينه مه کوئ!
څه چي کوئ، په ښه اخلاص او صداقت ئې وکړئ! حتا په دښمنۍ کي هم اخلاص خوند کوي.
ــــــــــــــــــــــ
📕ــــ پر اور مزل
🖊️ـــ زهير سپېڅلی
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.