دا د ژوند اصل دی!

سپینه تجريدي ډیزاین

دا ياد لرئ! دا د ژوند اصل دی.

که يوه لار بنده شي، نوري لاري هم شته.

که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه خلاصېږي. زموږ ستونزه دا ده، چي يوه لار بنده شي، بله لار  نه لټوو.

که يوه دروازه وتړل شي، بله دروازه نه وينو.  بندو  لارو او تړلو دروازو ته ولاړ يو.

کله چي له يوې لاري هدف ته ونه رسېدې، بله لار پيدا کړه، له بلي لاري راشه، کېدای شي تر لومړۍ لاري په بريالۍ توګه ورسېږې.

داسي هيڅکله مه کوه، چي  له يوې لاري په نه رسېدو، هدف هم پرېږدې. هدف يو وي، خو له ډېرو لارو ئې تر لاسه کولای شې. له پيله خپل هدف ته دا ثابته کړه، چي په کلکه اراده دي خپلوم.

هدف او منزل ته رسېدل ټينګ عزم او پياوړې اراده غواړي. پياوړی او کلک عزم په غرونو کي لاري باسي.

هر څه  په اسانه مه غواړه، په اسانه لاسته راغلي په اسانه بيرته له لاسه ورکوو.

ځينو هدفونو ته تللي لاري ډېري سختي، اغزني او مشکلي وي.

په دغسي سختو لارو تلل دا ثابتوي، چي تا ته خپل هدف او منزل واقعاً مهم دی او تر لاسه کول ئې غواړې.

شايد ځيني لاري دي په ځنډ او خنډ ورسوي، خو دا به درته ثابته شي، چي له زحمته وروسته حتماً راحت شته او په هره تياره پسي رڼا وي.

که ژوند ته پام وکړو ډېر څه راښيي.  همت، صبر او زغم  غواړي.

ـــــــــــــــــــــ

 

ــــ پر اور مزل

ـــ زهير سپېڅلی

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.