(واورینه) هغه شعري ټولګه ده، چې ویناوال یې محمد وسیم مومند دی، دا کتاب بغلان ادبي بهیر خپور کړی او د چاپ زیار یې هم د یاد بهیر فرهنګي کورنۍ پر غاړه درلود، چې په ښه کیفیت سره تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شو.
مومند صیب د بغلان د (خُمار او بهار) شاعر دی چې د اشعارو په هېنداره کې یې انتیک کرښې را نغښتل شوي. د کتاب حجم ۱۲۳ مخه ده چې د مضمون په برخه کې ښاغلي مومند د وطن دوستۍ، پرمختګ، عشق، فراق، هجرت، تصوف او د پند ـ نصیحت په تړاو اشعار ویلي دي.
په کتاب کې د استاد ګل الرحمن رحماني او د بغلان ادبي بهیر دوه غړو (عبدالمبین صافي او عبدالوهاب مومند) لیکنې خوندي شوي، چې د سمون او کمپوز چارې یې هم یاد بهیر ترسره کړې دي.
د مومند صیب په شعري ټولګه کې ډېرې ځانګړتیاوې هم شتون لري چې هر څوک د خپل ذوق له لیده ورته ګوري او باوري یم چې پر تاسو یې هم د جذابیت اثر پرېوځي.
د یاد بهیر درانه کره کتونکي استاد جمعه خان توخي، احسان الله دروېش او نورګل اندړوال په واورینې شعري ټولګې باندې د کتنې غونډې کړې دي، د بغلان پوهنتون قدرمن استاد پوهندوی سید مجتبی نایل څخه نړۍ مننه چې د کتاب تقریظ ته یې د بیا کتنې اوږه ورکړه، هېره دې نه وي، له موسی تعبیر څخه هم زښته مننه چې په کم وخت کې یې د کتاب پښتۍ ډیزاین چارې بشپړې کړې.
د واورینې شعري ټولګې چاپ لومړی مومند صیب ته، د ادب او شعر مینه والو ته او بیا د بغلان ادبي بهیر فرهنګي کورنۍ ته مبارک وي، د مومند صیب قلم د شعر په ګل بڼ کې لکه دغه بیت غوندې روان غواړم:
ساز د عشق خورې ورې چې انګازې شوې
وجه دا چې د وســـیم په لاس رباب شته