ترکیه: د هوايي‌ ډګرونو په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه یو

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

ترکیه وایي د هوايي ډګرونو د کنټرول په اړه د افغان لوري ځواب ته په تمه دي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو په تازه څرګندونو کې ویلي دي چې دوی له افغان لوري سره د پنځو هوايي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي او اوس د مقابل لوري ځواب ته په تمه دي.

د اوغلو په خبره تمه ده چې خبرې ژر پایله ولري. هغه زیاته کړې چې په دې پروسه کې متحده عربي امارات هم راګډ شوي، ځکه تر دې وړاندې یې په کابل کې د ملکي برخې مدیریت او بیا رغوونه پر غاړه لرلې ده نو له همدې امله د یادو پنځو هوايي ډګرونو په مدیریت او فعالولو کې له قطر او ترکیې سره ونډه لري.

شاوخوا یوه اونۍ وړاندې د قطري او ترکي شرکتونو پلاوی کابل ته راغلی و او دلته یې له افغان لوري سره د هوایي ډګرونو پر مدیریت خبرې کړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي