د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ویلي چې ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.
نوموړي نن له سوداګرو سره یوې ناستې ته په خبرو کې ویلي چې په پخواني نظام کې د معاشونو په سیسټم کې ناانصافي شوې ده خو په خبره یې ا.ا پرې کار کړی دی او له اصلاحاتو وروسته به د بې عدالتیو مخه ونیول شي او ډېر ژر به د معاشونو د وېش بهیر پیل شي.
نوموړي دغه راز ویلي چې افغانستان له ټولې نړۍ سره د دوه اړخیز درناوي پر بنسټ دوستانه اړیکې غواړي.
هغه زیاته کړې ده چې اوسمهال په افغانستان کې پانګونې ته زمینه برابره شوې ده او ټول هېوادونه کولی شي په افغانستان کې پانګونه وکړي.
په ورته وخت کې د افغانستان ا.ا ریاست لوزرا ویلي چې د افغانستان بانک دې د تېر حکومت د هغو دولتي چارواکو بانکي حسابونه بېرته پرانیزي چې اوسمهال په امارت کې کار کوي.
د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني ویلي چې افغانستان بانک ته د یو شمېر پخوانیو هغو چارواکو د بانکي حسابونو د پرانیستل کېدو خبر ورکړل شوی دی چې په امارت کې کار کوي.
هغه ویلي چې د یادو چارواکو معاشونه دي هم د مربوطه ارګان تر تایید وروسته اجرا شي.
سمنګاني دغه راز د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې د هغو دولتي چارواکو چې اوس په بهر کې دي او مسوولیت یې په رسمي ډول ا.ا ته نه دی سپارلی د هغوی بانکي حسابونه به تړلي وي.
د یادونې ده چې د تېر نظام تر سقوط وروسته ډېر شمېر دولتي چارواکي بهر ته ووتل او تر هغه وروسته ا.ا د تښتېدلو پخوانیو چارواکو بانکي حسابونه کنګل کړل.