بدلون ستونزمن دی اما کېدونکی دی

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

لیکنه: عبید افغان

زما د ذهن پۀ حافظه کې ډیرې داسې پیښې شته چې لۀ تعصبه خالي نۀ دي. ډیرې داسې پیښې شته چې د انساني ارزښتونو پۀ پل روانې دي. ډیرې داسې پیښې چې لۀ جنګ او کرکې، لۀ غم او خفګان، لۀ خوښۍ خوشحالۍ مالا مال دي. اما انسان پۀ یؤ حال کې نۀ پاتې کېږي.

ځکه پۀ یؤ حال کې پاتې کیدل انسان ځؤرؤي، ستونزمنه ده چې هره ورځ هر شی دې پۀ همغه رنګ وي، کوم چې پرون ؤ. بدلون ستونزمن دی، د انسان پۀ ژؤند کې انقلابونه معمول نۀ دي. هغه انسانان چې بدلون غواړي اصلاً غواړي چاپیریال ځانته بدل کړي، غواړي خپل ذهن د پرون پۀ څېر نۀ، د نن پۀ څېر ماډرن/عصري جوړ کړي.

پلټنه وکړئ، ښایي د خپل لټون پر مټ د اوسني فکر لیدلوری لا پیاوړی کړئ. خپل ځان د لټۍ پۀ همغه یؤ ځای کې مۀ پریږدئ، وګرځئ، سترګې پۀ فضا کې ښښې کړئ، ارومرو هغه څۀ مومئ چې تاسې یې پۀ لټه کې یاست. مۀ پریږدئ ستاسې لټي او ګیچ حالت ستاسې د پرمختګونو مخه ډب کړي.

پورته شئ، ودریږئ، ولاړ شئ پۀ یخښو اوبو ولامبئ، سر مو همالته د دواړو زنګنونو پۀ منځ کې لس دقیقې همداسې ښکته ځؤړند ونیسئ ښۀ فکر وکړئ. بیا سر پورته کړئ لاس موټی کړئ، خپل ځواک درک کړئ، تاسې پیاوړي یاست! فکر وکړئ همدې تشناب کې بندي یاست کۀ پر خپل ځواک باور منده اوسئ، نو ارومرو د خپل ځان د خلاصون لپاره د خپل ځواک پر مټ د تشناب سیمنټي کلک دیوالونه نړیولای شئ.

هو؛ بدلون ستونزمن دی دومره ستونزمن هم نۀ، چې تاسې یې فکر کؤئ. فکر کؤل پۀ اړه یې کار کؤل اړتیا ده، نۀ دا چې فکر وکړو خو تل همداسې لاس تر زنې ناست یؤ، عمل مو نۀ وي دغه چاره ستره اندیښنه ده. ددې اندیښنو جاج باید واخلو، بیا کولای شو د خپلو ستونزو درون ته لاره پیدا کړو، تر څو د خپلو اندیښنو او ستونزو سره مبارزه وکړو.

مبارزه!
د مبارزې بهیر د هر انسان سره یاري نۀ کؤي، هغوی چې غواړي بدلون وکړي اصلاً دوی مبارزین دي، یعنې د بریا پۀ لټه کې دي، د نوښتونو پۀ ازمایلو کې دي، ځان لۀ تیارو د ویستلو پۀ حال کې دي. دوی غواړي ژؤند وکړي، نوې اړیکې جوړې کړي، نوي دوستان پیدا کړي، نوي کتابونه ولولي، نوي فکرونه وکړي، د نوي شیانو سره ځان بلد کړي.

کۀ چیرته آپډیټ نوي بدلونونه نۀ وای نو موږ به هیڅکله د نوو فکرونو سره دلته نۀ وای راغلي. شونې ده هیڅ ټولنیزې شبکې، اقتصادي نوښتونه، طبي اختراع ګانې او اسلامي لاسته راوړنې نۀ وای تر سره شوي.

بدلون دی چې انسانان یې سره نیږدې کړي دي، فیسبوک، مسینجر، واټسف، انسټاګرام، ټویټر، یوټیوب، ټیټاک همدارنګه لسګونه داسې نورې شبکې چې آن انسانان یې دومره نیږدې کړي لکه یؤ د بل پۀ زنګون چې یې لاس ایښی وي.

بدبختانه زموږ هېواد بیا لۀ ټولو هېوادونو پۀ ښکته ګراف کې دی البته ډیری افغانان بدلون نۀ خوښوي، غواړي پۀ ژمي کې پیتاوی وکړي او اوړي کې د چینار سیوري ته خوب وکړي. بس همدا لمحې د ژؤند بهترینه لمحه ګڼي، اصلاً دوی پۀ یؤ ډؤل کاذب احساس کې ژؤند کؤي.

دوی وایي:
تخلیق کوونکی خدای دی، خدای به هر څۀ جوړؤي او بیرته به یې خرابؤي او دا هر څۀ پاتې کیدونکي دي. څۀ یې کوو خوشې عبث خواري کوو، ((هندو ستړی، خدای ناراض)) راځه ارام پیتاوی یا سیوري ته بیده شه…دنیا به خپل کار کؤي. بې لۀ شکه خدای د ټولو کایناتو تخلیق ګر/پیداکوونکی دی، اما انسانانو ته یې د عقل عنصر ورکړی او د کرامت صفت یې ورته پۀ ذات کې ځای پر ځای کړی دی. یعنې د عقل او کرامت دلیل څرګند دی.

د عقل ورکؤل انسان ته پدې معنی چې نوښتونه پرې ایجاد کړه، نوي نوي شیان رامنځ ته کړه، فضا ته ولاړ شه، ستوري اختراع کړه، نوي اپلیکیشنونه جوړ کړه، نوي سافټویرونه، هارډویرونه جوړ کړه. دا هر څۀ د خدای ورکړه ده. او تۀ پۀ لوی لاس لۀ دې نوښتونو ځان د یؤ کاذب اعتماد پر مټ محرومؤې. راویښ شه، پورته شه، د بدلون پۀ حال کې اوسه تر څو رُشد او پرمختګ وکړې.

طمعه د ټولو بدیو مور ده خو افغانان تل د بل پۀ طمعه وي، همدا لامل دی چې د ناکامیو پۀ درشل کې تل همداسې پاتې وي. کۀ چیرته خپل تولیدات او نوښتګر فکر مو درلودای نو نن به ایران، پاکستان او نورو هېوادونو ته نۀ اړ کیدلو. لا هم وخت ستاسې دی، د قضاوت لړۍ یې ټولو ته یوه ده، د هندي، پاکستاني او ایراني پۀ ثانیه، دقیقه او ګړۍ کې توپیر نۀ شته او نۀ هغوی لۀ تا پۀ فزیکي جوړښت کې پیاوړي دي.

تاسې پیاوړي یاست تاسې کولای شئ هغه څۀ چې لۀ بل یې غواړئ خپله لاس ته راوړئ. پر خپل ځان اعتماد ولرئ او د عمل فرهنګ پۀ ځان کې راؤلئ. تر څو لۀ دې ټولو بدبختیو پۀ امان شئ. د بدلون پۀ حال کې اووسئ، هره شیبه نوي فکرونه وکړئ تر څو پۀ یؤ نوي ماحؤل کې پاتې شئ.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.