د حیات ضامن

دا دیاران لوګو ده چې د هغو لیکنو سره کارول شوې چې عکسونه یې د تخنیکي ستونزو له کبله ډیلیټ شوي دي

الهي کلام د ژوند ټولې مهمې برخې په بر کې نیسي. زموږ همدا عقیده ده چې که پر دغه کلام پوره پوره عمل وشي؛ نو له سترو ستونزو خلاصیدای شو.
زموږ په هیواد کې نن سبا یوه ستره ستونزه د ( حیات) ده. دلته حیات له خطر سره مخ دی او دا ځکه چې په دې اړه الهي ارشاد له پامه غورځول شوی دی.
ژوند یا حیات ته د خطر ستره بیلګه پرون د اروزګان په کابلبانک کې رامنځ ته شوه.
د خبرونو په حواله؛ د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې د کابلبانک د څانګې امنیتي مسوول جمشید، له لفظي شخړې وروسته وسلې ته لاس کړ. د بانک مسوول، د هغه مرستیال او دوه نور کسان یې ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.
جمشید، ته دا معلومه وه او دا ورته تجربو ښودلې وه چې دلته د قتل په اړه د الهي حکم تطبیق تر ډېره هیر شوی دی او یا یې تطبیق دومره اوږده پروسه ده چې ممکن تر هغه وخته حکومت بدل شي او بل حکومت کې له زندان څخه د خلاصیدو چانس پیدا کړي.
که دا تصور ور سره نه وای، هیڅکله یې وسلې ته لاس نه کاوه او هیڅکله یې د څلورو انسانانو ژوند نه اخیسته.
زموږ خلک له بیلابیلو لارو وژل کیږي. ځینې لارې داسې دي چې بندول یې د حکومت له توانه پورته دي. دا لاره د جګړې ده چې له کابو نیمې پیړې راهیسې پرانیستل شوې او داسې اوږده غځیدلې چې پای یې هیڅ نه ښکاري.
بله لاره چې زموږ د خلکو وینه پرې توییږي؛ د جنايي مجرمانو او کورني تاوتریخوالي ده. د هیواد له بیلابیلو سیمو څخه په دې اړه وخت ناوخت خبرونه ترلاسه کیږي.
دا قاتلان حالاتو زړور کړي. دوی ډاډه دي چې دولت په خپل اساسي مسوولیت (د وګړو امنیت) کې پاتې راغلي او د وینې پوښتنه یې، څنګه چې په کار ده، نکوي.
په هر صورت، لا ټول وژل شوي نه یوو. لا ژوند شته او شته ژوند ساتنه غواړي.
عدليي ارګانونه باید ډېر ژر له پوره او عادلانه څیړنې وروسته، قاتلینو ته د اعدام سزا واوروي او اړوند ارګانونه یې په لنډ وخت کې عملي کړي.
اوس خبره د اروزګان د پیښې ده. د اروزګان قاتل نیول شوی. خبره روښانه ده. عیني شاهدان موجود دي. ټپیان شته؛ نو که اراده موجوده وي د ده قضیه باید ځنډنۍ نشي. مشهود جرم دی، نه ډيرې څیړنې ته اړتیا شته او نه د قضیې اوږدولو ته.
دلته جګړې او نورو بدبختیو د خلکو روان ځپلی دی. حافظې یې کمزورې کړې دي. که د دغه شان قاتلانو دوسیه وځنډول شي، له خلکو هیریږي او ممکن دغه هیرتیا نور شریر خلک هم قتل ته زړور کړي.
کوم ارګانونه چې د بشري حقونو تر نوم لاندې ځانونه فعال ښيي، هغوی باید په دې پوه شي چې وژل شوي کسان هم د بشر یوه برخه وه. ژوند یې ځان، کورنۍ او ټولنې ته مهم و او د مهم شي پوښتنه کول په کار ده.
که بیا هم فرمایشونه ورکوي، ولس ته بویه چې د مدني لارو څخه پرې دومره فشار وارد کړي چې له بې ځایه فرمایشونو یې پښیمانه کړي.
موږ شکر عقل لرو. د همدې عقل په رڼا کې ژوند غواړو. او ژوند په قصاص کې دی:
(( … وَلَکُمْ فِی الْقِصَاصِ حَیَاةٌ یَاْ أُولِیْ الأَلْبَابِ لَعَلَّکُمْ تَتَّقُونَ…))
محمد نعمان دوست،
د غبرګولي ۷مه، ۱۳۹۷
.
.

About نعمان دوست 33 Articles
نعمان دوست مخکښ لیکوال او د ټولنیزو او کلتوري مسالو څیړونکی دی چې دا لیکنه یې د یاران ویب پاڼې لپاره کړې ده.