لیکنه: مستوره محمدي
دخوشحاله اوهوسا ژوند لرل د انسان د لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هوسا واوسئ، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ، یو بل ته درناوی او د قدر په سترګه وګورئ. که چېرې زغم او ځان تېرېدنې ته یو بنیادي اصل په سترګه وکتل شي، نو داسې کومه ستونزه او ربړه نه پاتې کېږي، چې حل او هواره نشي.
په افغاني ټولنه کې اکثره نارینه په خپلو کورونو کې ډېکټاټورانه چلند نه ګټه اخلي؛ ځکه نارینه دا خپل حق او ځانونه تر نورو زړور ګڼي، خو په اصل کې تر ټولو زړور انسان هغه دی، چې زغم ولري. په کورونو کې دغه ډول چلند نه یواځې دا چې د کورنیو د غړو سره یې اړیکې خرابوي، بلکې د هغوی د درناوي او مینې څخه بې برخې کېږي. لکه څنګه چې مېرمنې د خپلو خاوندانو د جدیت یا غوسې په وخت کې حوصله کوي. او زغم څخه کار اخلي، نو نارینه باید په دې برخه کې تر ښځو څو ګامه مخکې واوسي. تر څو یوه هوسا، نېکمرغه او خوشحاله کورنۍ او ژوند ولري. د اسلام په تاریخ کې راځي، چې (یو صحابي مېرمن شور او غالمغال کاوه. په شکایت سره د حضرت عمر(رض) کورته لاړ ترڅو دروازه وټکوي، چې د حضرت عمر(رض) د شور غږ یې واوریده، دروازه یې ونه ټکوله او بېرته روان شو. په دې وخت کې حضرت عمر(رض) له کوره را بهر شو، چې مېرمن یې غلې شي. کله چې رابهر شو، نو صحابي یې ولیده پوښتنه یې ترې وکړه له ماسره دې کار درلود؟ سړی وویل: ستونزه مې حل شوه. کله، چې د امیر المومنین حال دا ډول وي، نو زما لپاره څه کار کولی شي؟ حضرت عمر(رض)وویل: هغې زه زغملی یم د اولاد پالنه یې راته کړې ده، جامې یې راته مینځلي، کور یې راته صفا کړی او زما په وړاندې تل زغمناکه ده که یو ځلې یې غږ پورته کړ وې نه زغمم!؟)
تاسې فکر کوئ چې یوازې تاسې ستونزې لرئ، خو داسې نه ده هر څوک په یو ډول نه یو ډول ستونزې لري، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ؛ ځکه همدا مېرمنې دي، چې دې ستونزمن ژوند ته یې قدر او منزلت ورکړی، که نه نو ژوند به د زغم وړ نه وو ځکه د هر بریالي نارینه تر شا یوه ښځینه شتون لري.
« هغه لاس چې زانګو زنګوي، هغه جهان زنګوي.»