هند: په دې سختو شرایطو کې د افغانانو تر څنګ ولاړ یو

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

هند وايي دوی په روانو سختو شرایطو کې د افغانستان تر څنګ ولاړ دي.

د هند لومړي وزیر نریندرا مودي په تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو اندېښنه لري خو سره له دې هم دوی د افغانستان له خلکو سره ولاړ دي.

دده په خبره هند د افغانانو روان وضعیت او درد درک کولی شي او تر خپلې وسې به هڅه وکړي چې له افغان وګړو سره خپلې بشردوستانه مرستې وکړي.

مودي دغه راز له نړیوالو غوښتي چې په ګډه د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړي او اجازه ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرۍ او افراطیت پر مرکز بدل شي.

د یادونې ده چې د افغانستان په اړه د نړۍ د شلو پیاوړو اقتصاد لرونکو هېوادونو غونډه وشوه.

د راپورونو له مخې په دې غونډه کې د نړۍ د شلو شتمنو هېوادونو ولسمشرانو او یا د بهرنیو چارو وزیرانو برخه اخیستې وه او اجنډا یې هم افغانستان او له دغه هېواد سره مرسته وه.

ټولو ټینګار کړی دی چې دوی به له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ادامه ورکوي، ددغه هېواد له اقتصادي ودې سره به همکاري کوي٬ خو وایي دا هر څه په دې مانا نه ده چې دوی به د طالبانو حکومت په رسمیت پېژني.

په دې غونډه کې د امریکا ولسمشر جو بايډن هم خبرې کړې دي.

د سپينې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې نړیوال باید له افغانستان سره د مستقلو مرستندویه بنسټونو پر مټ خپلې بشردوستانه مرستې ووېشي او دا دې مستقیم د افغانستان د نوي حکومت په واک کې نه ورکوي.

نوموړي ویلي له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته تیار دي خو دلته یې پر ترهګریزو ګواښونو او اندېښنو هم خبرې کړې دي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي