شاوخوا پینځه کاله وړاندې په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې ریپوټ خپور شو چې د ډیوې نیازۍ په نوم یوې خبریالې له خپل خاوند څخه د طلاق غوښتنه کوله، کله چې هغې دا قضیه د محکمې له لارې تعقیبوله، په جریان کې یې یوه قاضي ورته په دې شرط د قضیې د ژر حلیدو ویلي ول، چې له ده سره واده وکړي. اغلې نیازۍ د قاضي دا خبرې ریکارډ کړې وي او بیا یې رسنیو ته وښودې.
داسې ښکاریده چې له دې وروسته اغلې ډیوه یو شمیر ګواښونو سره مخ او کورنۍ سره یې هند ته پناه یوړه، چې له هغه ځایه به يې په ټولنیزې رسنۍ فیسبوک کې فعالیت کاوه.
ډیوه نیازۍ له څو کلونو وروسته، شا او خوا درې اوونۍ وړاندې افغانستان ته راستانه شوې. د یاران همکارې الما افغان یې په بیرته راتګ ورسره مرکه کړې:
له ډیوې مو وپوښتل چې ولې بیرته هیواد ته راستنه شوې، اوس ګواښ نشته، که څنګه؟
اغلې نیازۍ یې په ځواب کې ویلي:
«زه یوازې د ګواښ له امله هندوستان ته نه یم تللې، بلکې د لوړو زده کړو د ترسراوي لپاره هلته لاړم او په هند کې مې په حقوق او سیاسي علومو کې د لیسانس ترکچې زده کړې وکړې.»
هغه زیاتوي؛ اوس هم ښايي دلته ګواښ موجود وي، خو غواړي مبارزه وکړي او د ملګرو او خپلوانو په ملاتړ خپلې مبارزه دوامداره وساتي.
ډیوه پر فیسبوک مخالفین او موافقین هم لري، د هغې مخالفین پر نوموړې تور پورې کوي چې د اسلام ضد او غیر اخلاقي پوسټونه کوي. خو ډیوې نیازۍ یاران ته په دې اړه چې نیوکه کوونکو ته به څه ځواب لري؛ وویل:
«ما هیڅکله د اسلام پر ضد او غیر اخلاقي پوسټونه ندي کړي او نه يې هم اراده لرم. ځیني کړۍ شته چې زما په نوم آیډیانې جوړوي او هڅه کوي چې زما د شخصیت تخریب کړي. ما بار بار پر فیسبوک دا خبره ثابته کړې چې زه هغه ډیوه نه یم، چې تخریب وکړم.»
ډیوه نیازۍ خلکو ته د خپل سپیناوي په اړه وايي، څو ځل پر فیسبوک په ژوندۍ بڼه راغلې او همداسې یې ډیری پوسټونه هم د ځان د سپیناوي په خاطر کړي، خو لا هم هڅه کوي چې خپل مخالفین په یو شکل نه یو شکل قانع کړي او په دې یې وپوهوي چې څه ډول چې دوی منفي فکر کوي، هغسې نه ده.
اغلې ډیوه اراده لري چې په راتلونکو پارلماني ټاکنو کې نومانده شي. وايي، د نورو وکیلانو په څیر غټې ژمنې نه کوي، خو که چیرې په ټاکنو کې بریالۍ شي، نو هر انسان ته به یې خیر رسیږي.
له نیازۍ مې دا هم وپوښتل که چیرې په ټاکنو کې بریالۍ نشوې، آیا بیرته به هندوستان ته ځې، که نه همدلته به پاتې کیږي؟
هغه وايې:
«له هیواده به بهر یوازې زما تګ د ماسترۍ ترلاسه کولو لپاره وي، نه د دایمي استوګنې لپاره.»
د هغې په وینا؛ سره له دې چې په افغانستان کې نسبت هندوستان ته نا ارامي ده، خو بیا هم په خپل هیواد کې ځان خوښ او آرامه احساسوي.