شاهین: ملګرو ملتونو کې څوکۍ زموږ حق دی باید راکړل شي

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

د طا.لبانو د سیاسي دفتر غړي او ویاند سهیل شاهین وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د استازي څوکۍ د دوی حق دی او باید ورکړل شي.

نوموړي په یوه تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان ټول ولس د دوی تر شا ولاړ دی او د ټولې سیمې هېوادونه هم له دوی سره دي او مخالفین یې په لاس کې هیڅ هم نه لري.

شاهین څرګنده کړې چې د نوي حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ملګرو ملتونو ته یو لیک استولی دی او ترې غوښتي یې دي چې دغه سازمان باید د پخواني استازي پر ځای د دوی له لوري ورپېژندل شوی استازی ومني او هغه ته د وینا اجازه ورکړي.

هغه ټینګار کړی دی چې د دوی مخالفین په دې خاطر د وینا حق نه لري چې تر شا یې هیڅوک نشته او د هیڅ افغان استازولي نه شي کولی.

په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير وړاندیز کړی دی چې نړيواله ټولنې دې يوه داسې تګلاره غوره کړي چې له طالبانو څخه دي پکې خپلې غوښتنې مطرح کړي او هغوی ته داسې وړاندیزونه وشي چې له مخې يې د هغوی په رسميت پيژندنې ته لاره هواره شي.

شاه محمود قريشي د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې له اسوشيتد پريس خبري آژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې تر دې وروسته بيا نړيواله ټولنه کولی شي له طالب مشرانو سره مخامخ خبرې وکړي.

نوموړي وويل: «که چيري هغوی د طالبانو توقعات پوره کړي، نو دوی ته به هم آسانه شي چې په رسميت وپيژندل شي. دا هغه څه دي چي طالبان اړتيا ورته لري.»

قريشي زياته کړه: «خو په عين وخت کې نړيواله ټولنه هم بايد وپوهيږي: چې څه بديل لري؟ نور کوم انتخابونه لري؟ طالبان اوس يو حقيقت دی او له حقيقت څخه سړی سترګې نه شي پټولای.»

نوموړي زیاته کړې: «پاکستان له نړيوالې ټولنې سره د يو سوله ایز او باثباته افغانستان په غوښتنه کې همغږی دی چې هلته نور د ترهګرۍ له پاره هیڅ خلا پاتې نه شي او طالبان هم باید تضمين کړي چې د افغانستان خاروه به هیڅکله هم د يوه بل هېواد پر ضد ونه کاريږي.»

هغه زياته کړه: «خو موږ وايو چې په دې هڅه کې مو حقيقت بين واوسئ. هڅه وکړئ نوښتګر واوسئ. تر اوسه مو چې له هغوی سره د چلن کومه لاره خپله کړې وه، هغې کار نه دی ورکړی.»

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي