د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی کرکټ مبصر رمیز راجا وایي، د پاکستان پخواني لوبډلمشر او اوسني لومړي وزیر عمران خان ما د پاکستان د کرکټ بورډ د رئیس په توګه نوموي.
تر دې دمه د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان مانی دی، چې د ده په مشرۍ کې د پاکستان لوبډله تر ډېره پورې ښه نه ده ځلېدلې، له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د پاکستان لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې له لومړي مقام څخه لوېدلې او تر څلورم مقام رسېدلې ده.
په یو ورځنیو لوبو کې هم یاده لوبډله تر دې دمه له اسټرالیا، انګلستان، نیوزیلېنډ سره نه ده مخ شوې؛ سویلي افریقا، ویسټ انډیز سره یې ښې لوبې وکړې.
د عمران خان او رمیز راجا ترمنځ خبرې شوي دي؛ خو وروستۍ پرېکړه به یوه غونډه کې ترسره کېږي.
رمیز راجا او احسان ماني د دوشنبې په ورځ د اګسټ په ۲۳ مه له عمران خان سره کتلي وو او رمیز راجا له دې وروسته کرېک بز وېب پاڼې ته ویلي وو، چې دی خپله پرېکړه لومړي وزیر عمران خان ته پرېږدي.
رمیز راجان ویلي دی چمتو دی، چې د کرکټ بورډ د مشرۍ مسوولیت واخلي.
احسان مانی له تېرو درې کلونو راهیسې د پاکستان د کرکټ بورډ رئیس و او اوس یې د لېرې کېدو خبرې روانې دي.
احسان ۷۶ کاله عمر لري او د کرکټ برخه کې یې تجربه زیاته ده، هغه د کرکټ نړیوالې شورا په غړو کې هم یو له زړو او با تجربه کسانو څخه دی.
د کرکټ نړیوالې شورا کې د احسان ماني شتون د هند کرکټ بورډ پر وړاندې د منفي او ډغرې وهلو یو اړخ و.
هندوستان تل هڅه کوي چې پاکستان په کرکټ کې یو لوري ته کړي؛ ښه بېلګه د اسیا جام نه ترسره کېدل دي، د سږ کال اسیا جام د هندوستان د لوبو او د آیپياېل سیالیو ښکار شو.
لومړیو کې د دې جام کوربتوب پاکستان کاوه؛ خو د هندوستان د مخالفت له امله جام دوبۍ او بیا داسې اوازې شوې، چې سریلانکا کې به کېږي.
نو په دې وروستیو کې د پاکستان دریځ ځکه د هند پر وړاندې سخت شو او کرکټ نړیوالې شورا کې یې هم څه نا څه پرېکړې ته احترام کېده، چې هلته د پاکستان استازی احسان مانی موجود و.
که چېري احسان مانی د زیات عمر له امله تقاعد شي؛ نو ښایي په کرکټ نړیواله شورا کې د پاکستان پایه یو څه کمزورې شي.