د راشدخان او قیس احمد مقابله؛ بلاسټ لوبو کې د دواړو لوبډلې نیمه پایلوبې ته ورسېدې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

 

د بلاسټ سوداګریزو کرکټ لوبو دوه نیمه پایلوبو کې څلور لوبډلې مخ دي، چې دوه لوبډلو کې یې افغان لوبغاړي هم شامل دي.

راشدخان له سسېکس لوبډلې سره مل دی، دوی د تېرې پنجشنبې په ماسختن لومړۍ کواټرفاینل لوبه وګټله او لوبډله یې په غوره نېټ رن رېټ سره نیمه پایلوبې ته ووتله.

د جمعې په ماسختن قیس احمد دې لوبډلې کېنټ وکولای شول، چې واروېک شایر ته ماته ورکړه او قیس احمد دې هم نیمه پایلوبې ته ووتل.

 

قیس احمد په دې لوبه کې په ۴ اورونو کې ۱۳ منډې ورکړې او دوه وېکټې یې واخیستې.

خو سام بېلېنګز چې نیمه سلیزه وهلې وه، د لوبې غوره لوبغاړی شو.

 

د بلاسټ سیالیو دوه نیمه پایلوبې

د بلاسټ سیالیو نیمه پایلوبې ۲۱ ورځې وروسته د سپټمبر په ۱۸ مه ترسره کېږي.

لومړۍ نیمه پایلوبه کې همپشایر او سمرسېټ لوبډلې مخ دي، دا لوبه ماسپښین ۲ نیمې بجې ترسره کېږي او دویمه نیمه پایلوبه هم په همدې تاریخ مازیګر ۶ بجې د سسېکس او کېنټ ترمنځ ترسره کېږي، چې راشدخان او قیس احمد به د یو بل پر وړاندې د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

پایلوبه هم په همدې تاریخ د شپې په لس بجو او ۱۵ دقیقو ترسره کېږي.

دوی دواړه په داسې حال کې په دې لوبو کې لوبېږي، چې دلته شپږیزه لیګ هم پیلېږي او دواړه لوبغاړي په بند امیر او مِس عینک لوبډلو کې اخیستل شوي دي.

شپږیزه کرکټ لیګ د سپټمبر په ۲۵ مه پای ته رسېږي.

 

د راشدخان دې لوبډله پر کوم بنسټ نیمه پایلوبې ته ولاړه؟

د کرېک بز د معلوماتو له مخې که څه هم د شمالي ګروپ لوبډله نټېنګهم شایر د نومرو په جدول کې ترټولو مخکې وه او ۲۱ نومرې یې لرلې؛ خو بیا هم نیمه پایلوبې ته نه ده تللې.

د دې لوبډلې نېټ رن رېټ هم مثبت یو اعشاریه ۵۰۳ دی.

بل پلو د نیمه پایلوبو څلور واړه لوبډلې له جنوبي ګروپ څخه ټاکل شوي دي، کېنټ د ۱۹ نومرو په لرلو سره او د صفر اعشاریه ۶۵۷ نېټ رن سره دویمې نیمه پایلوبې ته انتخاب شوې ده.

د سمرسېټ لوبډله چې لومړۍ نیمه پایلوبې ته رسېدلې ده، ۱۸ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې صفر اعشاریه ۳۷۱ دی.

د سسېکس لوبډله چې راشدخان هم ورسره دی، ۱۷ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې صفر اعشاریه ۴۷۹ دی.

همپشایر لوبډله چې هم جنوبي ګروپ کې ځای لري، ۱۵ نومرې لري او نېټ رن رېټ یې مثبت صفر اعشاریه ۳۸۸ دی.

نو د نټېنګ هم شایر لوبډلې حق جوړېده چې د شمالي ګروپ څخه نیمه پایلوبې ته تللې وای.

 

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.