د پرتګال هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ایټالوي کلب یوونټوس تکړه، مشهوره او بریدګر لوبغاړی کریسټیانو رونالډو د یوونټوس لوبډلې څخه جلا شو او د انګلستانۍ لوبډلې منچسټر یونایټیډ سره یوځای شو.
رونالډو تر دې مخکې د منچسټر یونایټیډ لوبډلې سره په ۲۰۰۳م کال کې یوځای شوی و، چې د یادې لوبډلې لپاره یې شپږ کلونه خورا بریالي تېر کړل او له هغه وروسته په ۲۰۰۹م کال کې د ریال ماډریډ سره یوځای شو.
رونالډو د منچسټر یونایټیډ لوبډلې سره د دوو کلنو تړون په ۲۸ میلیونه یورو کړی.
Welcome 𝗵𝗼𝗺𝗲, @Cristiano 🔴#MUFC | #Ronaldo
— Manchester United (@ManUtd) August 27, 2021
د رونالډو لوبیز ژوند ته کتنه
۱- په سپورټینګ بې لوبډله کې د ۲۰۰۲م کال څخه تر ۲۰۰۳م کال پورې ولوبېد، چې په دوو لوبو کې یې هیڅ ګول ونه واهه.
۲- په سپورټینګ اې لوبډله کې هم د ۲۰۰۲م کال څخه بیا تر ۲۰۰۳م کال پورې ولوبېد، چې په ۲۵ لوبو کې یې درې ګولوهنې وکړې.
۳- په منچسټر یونایټیډ لوبډله کې د ۲۰۰۳م کال څخه بیا تر ۲۰۰۹م کال پورې ولوبېد، چې په ۱۹۶ لوبو کې یې ۸۴ ګولوهنې ترسره کړې.
۴- په ریال ماډریډ لوبډله کې د ۲۰۰۹م کال څخه بیا تر ۲۰۱۸م کال پورې ولوبېد، چې په ۲۹۲ لوبو کې یې ۳۱۱ ګولونه ولګول.
۵- په یوونټوس لوبډله کې د ۲۰۱۸م کال څخه بیا تر د ۲۰۲۱م کال پورې ولوبېد، چې په ۹۸ لوبو کې یې ۸۱ ګولونه ولګول.