د شپږيزي ليګ لپاره د لوبغاړو د رانيولو په پروسه کې هري لوبډلې پوره قوي لوبغاړې د ځان سره واخيستله خو یوازې بست ساتونکي دي چې ټول سکواډ يې سخت کمزوری دی.
اکثریت داسې لوبغاړې ورته انتخاب سويدي چې تر اوسه چا د تلويزیون پر پرده نه دې ليدلي او نه هم کورني کریکټ کې ښه لاسته راوړنه لري.
له اوسه لا داسې ښکاري چې دا لوبډله نه لوبه ګټلای سي،نه مقابله کولای سي او نه هم ښه لوبه کولای سي،بلکي بې ارزښته او سخت کمزورې جوړه سوې ده.
د ملي لوبډلې څخه يوازې سمېع شينواری اخيستل سویدی،پداسې حال کې چې پدې وروستيو کې يې کارګردګي هرچاته مالومه ده او په يوازي سر د لوبډلې لپاره مهم لوبغاړی نسي جوړېدلای.
د نورو ټولو لوبډلو مالکينو حداقل تر پنځو پورې لوبغاړې د ملي لوبډلې څخه انتخاب کړي او هره لوبډله د يوبل په وړاندې یو سرخوږی جوړولای سي،خو يوازې بست لوبډله ده چې مقابله لوبډله يې په وړاندې تمريناتو ته هم اړتيا نلري.
د بست ساتونکو د سپانسر هدف څه دی؟، او هغه کسان چي ددې لوبډلي مدیریت کوي ولي یې تر ټولو کمزوري لوبغاړي اخيستي، حداقل څلور لوبغاړي خو به یې د ملي لوبډلي څخه اخیستي وای تر څو پر مقابلي لوبډلې لږ څه فشار واقع وای،خو دلته داسې ښکاري چې دا لوبډله د کريکټ بورډ له لوړ پوړو چارواکو، د شپږیزې د مشرانو او نورو لوبډلو د ماليکانو ترمنځ د فساد،مېچ فيکسينګ او شخصي پيسو پیدا کولو لپاره په پوره همانګۍ انتخاب سوې وي،ترڅو دوی په فيصدۍ سره خپل قمارونه ووهي او د ځوانو لوبغاړو په احساساتو سوداګري وکړي.
که خبره د ځوانو لوبغاړو وي نو بیا د جنوب غرب حوزې د لوبغاړو حق وو،چې کلونه کلونه کېږي په همدې شپږيزې لېګ کې لا نسي لوبېدلای ملي لوبډله خو لا هغه خوب دی چې يوازې يې بايد اوبو ته ووايي،چې يو ښه مثال يې دستګيرخان دی، کنې دا لوبډله خو د راتلونکي پړاو لپاره د بست د تاريخي نوم سپکاوی دی.
شاید د شپږیزي لیګ مسول شېر اغا همکار د بست لوبډلې دسپانسر څخه د کمزوري لوبډلې د جوړولو غوښتنه کړې وي تر څو د راتلونکي کال لپاره یې د له منځه وړولو لپاره بهانه جوړه سي،او پرځای یې په يو بل نامه لوبډله جوړه کړي.
اړتياده چې په جنوب غرب حوزې کې يو داسې څوک پيدا سي چې د راتلونکې لپاره دا لوبډله سپانسر کړي،ترڅو د فساد مخنیوی وسي او دا لوبډله د نورو لوبډلو په څېر ارزښت پيدا کړي، همدارنګه هغو مستحقو لوبغاړو ته پکښې د ځان ثابتولو موقع ورکړل سي چې کلونه کلونه کېږي د خپل سرنوشت انتظار باسي.