ليکنه صديقه پوپلزۍ غږ استاد عظيمي
ځیني کسان وایي؛ له خاوند سره مې اړیکه خرابه ده، ستونزه ورسره لرم او زړه مې غواړي چې بل چا سره مینه او یارانه وکړم.
دا خبره سمه ده چې ځیني کسان په ګډ ژوند کې ستونزې لري، خو دا په دې مانا نه ده چې خیانت ته بهانه جوړه کړو که مو اړیکه مخته نشئ وړلای کولای شئ طلاق واخلئ، ځکه دواړو خواوو کې ستونزه ده. خو دا سمه نه ده چې خیانت وکړو.
د علم او ارواپوهنې له انده خیانت ته بهانه جوړول هم خیانت ګڼل کېږي، ځکه هېڅوک نشي ویلای چې مېرمن مې داسې ده، یا مې خاوند هغسې دی، زه مجبوره شوم چې خیانت وکړم، دا دلیل نشي کېدای.
بله مسئله داده چې دا د قمار په څېر یوه لوبه ده چې اصلا سالمه نه ده، ایا تاسې باور لرئ چې د بل چاسره په اړیکه کې به خوشاله شئ؟ که هغه خیانت درسره وکړي او ډلییز جنسې تېری درباندې وکړي بیا څه کوئ؟ ایا فکر نه کوئ چې حالت به مو تر دې بد شي او په خیانت کې بیا له بېلابېلو نورو زیانونو سره مخ شئ. ایا دا فکر مو کړی چې که چېرې په کومه مقاربتي ناروغۍ اخته شئ څه به کوئ؟ ایا د ګناه احساس به درته پیدا نشي؟ د دې هر څه شونتیا شته ځکه تاسې لوبه کوئ او لوبه کې د هر څه امکان شته.
درېیمه مسئله داده چې دا د مسکن یا اراموونکو درملو په څېر عمل کوي د بېلګې په ډول؛ کله چې څوک یو ډاکټر ته لاړ شي، دوا ورکوي، کله چې دوا ونه خوري، نو درد یې بېرته پیلېږي. دا موضوع هم پر همدې ډول ده یو څه وخت به ښه، خوشاله او هوسا یاست خو ستونزه به حل نشي. که موږ غواړو ستونزه حل کړو نو ارواپوه سره باید خبرې وکړو یا خپل د مدافع وکیل سره خبرې کوو او خپل اړیکه به له منځه وړو.
په دې خو ټول پوهیږو چې په افغان ټولنه کې طلاق ته د شرم په سترګه کتل کېږي او هغه څوک چې طلاق شي بیا یې هېڅوک نه قبلوي او ټول اړیکې ورسره پرې کوي، چې طلاق نه قبلوو نو خیانت څنګه وکړو؟
ښه خبره دا ده چې خپل ژوند د ارواپوه له مشورې سره سم مخته یوسو. ځکه هغه چا سره چې اړیکه جوړوئ اړینه نه ده چې هغه دې هم ښه انسان اوسي ځکه ښه انسان ښې چارې ترسره کوي او دا سمه او روغه چاره نه ده له همدې امله یې ترسره کوونکو ته هم د ښو انسانانو نوم نشو ورکولای نو ښه ده چې همدې خاوند ته دې موقع ورکړئ ویې منئ او مخته ولاړ شئ.