د پنجشنبې په ماسختن اته بجې په کابل کې د اتم پړاو شپږیزې لیګ لپاره د افغان کرکټ بورډ لخوا د لسګونو لوبغاړو د اخیستلو مراسم ترسره شول.
د لوبغاړو د اخیستلو په دې مراسمو کې لسګونه لوبغاړي د اته لوبډلو د مالکانو لخوا واخیستل شول.
سږ کال په دې لیګ کې دوه نوې لوبډلې پامیر زلمیان او هندوکش ستوري ور زیاتې شوې دي.
لوبغاړي په ایکن، ډایمنډ، پلاټینیوم، ګولډن او سېلور کټګوریو کې واخیستل شول.
د ایکن طبقې د هر لوبغاړي قیمت ۴ لکه او ۴۰ زره افغانۍ و، د ډایمنډ یا الماسو طبقې د هر لوبغاړي قیمت ۲ لکه او ۸۸ زره افغانۍ، د پلاټینیوم د هر لوبغاړي قیمت ۱ لک او ۶۰ زره افغانۍ، د طلایي طبقې ۹۶ زره افغانۍ او د سېلور طبقې ۶۰ زره افغانۍ قیمت و.
رېټاین یا هغه لوبغاړي چې لوبډلو له ځان سره ساتلي دي
شهزاد محمدي د مِس عېنک لوبډلې له ځان سره وساته، رحمان الله ګربز کابل بازان لوبډلې، سمیع الله شینواری بُست لوبډلې له ځان سره وساته.
حضرت الله ځاځی او راشدخان بند امیر ښاماران له ځان سره وساتل، حمید حسن هندوکش ستورو رېټاین کړ، سلیم ساپی د بُست ساتونکو سره، نجیب الله ځدران سپین غر پړانګانو سره.
نورعلي ځدران هندوکش سټارز ته ورغی.
حشمت الله شهیدي بیا مِس عینک ته ولاړ او جاوېد احمدي امو شارکس له ځان سره وساته.
ایکن طبقه لوبغاړي
امیر حمزه هوتک د پامیر زلمیانو وپېره، شرف الدین اشرف کابل بازان لوبډلې واخیست، کریم جنت امو نهِنګانو واخیست، عثمان غني د سپین غر لوبډلې واخیست.
په ډایمنډ کټګوري کې ۱۶ لوبغاړي دي
په دې کټګورۍ کې کریم جنت سپین غر ټایګرز، ګلبدین نایب مِس عېنک اتلانو واخیست، دروېش رسولي امو نهِنګان، فرهان ذاخېل بُست ساتونکو، عضمت الله عمرزی کابل بازان، نجات مسعود بند امیر، مېرویس اشرف هندوکش سټارز، غمی ځدران پامیر زلمیان، ظاهرخان پکتین سپین غر، نور احمد لکڼوال مِس عېنک، عبدالواسع نوري امو شارکس، عبدالرحمن بُست ساتونکو، فضل الحق فاروقي کابل بازان، فرمان الله ساپی بند امیر، عبدالله عادل هندوکش سټارز او کریم صادق پامیر زلمي لوبډلې وپېره.
پلاټنینوم کټګوري
په دې طبقه کې ۲۴ لوبغاړي اخیستل شوي دي.
بهارعلي شینواری هندوکش لوبډلې، وفادار مومند پامیرزلمي لوبډلې، سعید شېرزاد سپین غر، ابراهیم ځدران مِس عېنک، منیر احمد کاکړ امو شارکس، ضیاءالرحمن اکبر بُست ساتونکو، فرید ملک کابل بازان، ناصرتوتاخېل بند امیر، وقار سلام خېل هم بند امیر، نثار وحدت هندوکش لوبډلې، فضل ځاځی پامیر لوبډلې، باطن شاه سپین غر لوبډلې، یمین احمدزی مِس عینک، یوسف ځاځی امو شارکس، عابد تڼیوال بُست ساتونکو، شاهدالله کمال کابل بازان، ابراهیم ساپی کابل بازان، اصف موسی زی بند امیر ښاماران، شمس الرحمن د هندوکش سټارز لخوا، افتاب عالم هم پامیر زلمیان، صدیق اتل سپین غرټایګرز، قیس احمد مِس عینک اتلان، دولت ځدران امو نهِنګان او عبدالمالک د بُست ساتونکو واخیست.
ګولډن کټګوري
په دې کټګوري کې ۳۲ لوبغاړي واخیستل شول، چې حیات الله ناصري د بست ساتونکي واخیست، رحمت شاه زرمی کابل بازان، عمران میر بند امیر، وحیدالله شفق هندوکش، ناصر عمر پامیر، اسحاق رحیمي سپین غر ټایګرز، حسیب الله لکڼوال مِس عینک، زاهد ذاخېل امو شارکس، شوکت زمان امو، سمیع الله توتاخېل بُست ساتونکو، ضیاء الرحمن شریفي کابل بازان، یونس احمدزی بند امیر، مسلم موسی هندوکش، جمعه ګل میاخېل هندوکش، زبید اکبري سپین غر، افسر ځاځی مِس عینک، صدیق الله پاچا مِس عینک، محمد الله همکار پامیر لوبډلې واخیست.
عارف خان امو نهِنګانو، اصغر اتل بُست ساتونکو، رحمت الله ځدران کابل، ضیاءالق پرواني بند امیر، فطرت الله خاوري هندوکش، شبیرنوري پامیر زلمیانو، ناصرجمال سپین غرټایګرز، شفیق الله غفاري سپین غر ټایګرز، طاهر عادل مِس عېنک، بهیرشاه محبوب اموشارکس، اسدالله مټانی بُست ساتونکو، ننګیالی خروټی کابل بازان، عرفان الله ساپی بند امیر او نورالحق ملکزی هندوکش سټارز لوبډلې واخیست.
سېلور کټګوري
دې کټګورۍ کې ۴۵ لوبغاړي واخیستل شول، الله نور ناصري پامیر لوبدلې، ابراهیم عبدالرحیمزی سپین غر، ظاهر شیرزاد مِس عینک، سید نصرت الله امو شارکس، نوید اسحاق بُست ساتونکو، اکبر خوستی کابل بازان، اکرام علي بند امیر، پرویز ملکزی هندوکش لوبډلې، ضیاءالحق عیسی خېل هندوکش، مجید عالم پامیرزلمي، تمیم سرخرودی سپین غر، فیصل خان مِس عېنک، فضل نیازی امو شارکس، قسیم اوریاخېل بُست ساتونکو، محمد خیال کابل بازان، رحمت سهاک بند امیر، احسان الله احسان بند امیر، عمران محمدي هندوکش، روښان بارکزی پامیر، فرهاد مومند سپین غر ټایګرز، عصمت عالم پامیر، نوید ځدران مِس عینک، رحیم منګل امو، وقارالله اسحاقزی بُست ساتونکو، ایمل شاهین کابل بازان، واحد الله علي کابل بازان، محمد سردار ولي بند امیر، نسیم سرخرودی هندوکش، اسلام ځاځی پامیر، عابد محمدي سپین غر، بلال سمیع مِس عینک، یحی خان امو شارکس، محمد وسیم بُست ساتونکي، سلیمان ساپی بُست ساتونکو، خلیل ګربز کابل بازان، خالد زاهدي بند امیر، زاهد سلیمي هندوکش، اعجاز احمد مهران پامیر زلمي، طارق ستانکزی سپین غر ټایګرز، حاجي مراد مرادي مِس عینک، جمشید میر علي خېل امو شارکس او لطیف میرزکوال کابل بازان لوبډلې اخیستی دی.
د شپږیزې د پیل نېټه
شپږیزه کرکټ لیګ د سپټمبر په لسمه نېټه ۱۴ ورځې وروسته په کابل کې د اته لوبډلو په ګډون پیلیږي او د سپټمبر تر ۲۵ مې نېټې دوام کوي، ټولې پکې ۱۹ لوبې کېږي او ۱۵ ورځې به لوبې دوام ولري.
تېر کال د دې سیالیو اتلولي کابل بازان لوبډلې ګټلې وه او رحمان الله ګربز یې لوبډلمشر و.
کله چې د لوبډلو بشپړ نوملړونه چمتو شي نو لوبډلمشران به یې هم په ډاګه شي؛ نو بیا به یې په لوبډلو درته هم لیکنه وکړو.
یاران درسره تعقیب کړئ.