فضلي: دوې نړیوالې لوبډلې به له افغانستان سره په هیواد دننه لوبې وکړې

د مني په موسم کې غرونه او ځنګلونه

د افغانستان د کرکټ بورډ تازه ټاکل شوي عمومي رئیس عزیزالله فضلي ویلې، دوې نړیوالې لوبډلې به افغانستان ته راشې او دلته به له افغان لوبډلې سره دوې دوستانه سیالۍ ترسره کړې.

 

عزیزالله فضلي چې د شپږیزه کرکټ لیګ د بولي په مراسمو کې یې خبرې کولې وویل، ددې کار څخه یې اصلي موخه د کرکټ نړیوالې شورا او نړیوالو ته ډاډ ورکول دي، ترڅو د نوي حکومت د منځته راتګ سره سم په بشپړه توګه امن راغلی.

 

هغه په خپلو خبرو کې د کومو لوبډلو نوم وانه خیست، خو دومره یې وویل، چې دواړې لوبډلې به نړیوالې وي.

 

فضلي پر داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې تراوسه هیڅ بهرنۍ لوبډله د خراب امنیتي وضعیت له امله افغانستان ته نه ده راغلې، خو د بېلابیلو هبوادونو لوبغاړو بیا کابل ته سفر کړی، چې په شپږیزه لیګ او د افغانستان په لیګ کې ولوبېدل.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.