لیکنه/ شمله نادري
د ژوند بل نوم مبارزه ده، موږ باید د ژوند بېلابېل مهارتونه زده او وپېژنو. دا مبارزه د هغه چا لپاره ډېره په زړه پورې ده، چې د ژوند هر اړخ ته ژور لید ولري، ژوند وپېژني، د ژوند د ستونزو لپاره اسانه لارې ولټوي او ترې ګټه واخلي.
په هره ټولنه کې د ژوند کولو طریقې، دودونه، جامې او داسې مور توپیرونه لري، خو موږ افغانان په داسې ټولنه کې ژوند کوو چې د نورو هېوادونو په پرتله مو ستونزې څو برابره زیاتې دي. د امنیت، تحصیل، پېرل او پلورل او داسې نور برخو کې یانې په افغانستان کې ژوند کول یو چانس دی. یانې هغه کسان چې په داسې یو هېواد کې اوس هم ژوندي دي دا دې دوی خوشبختي ده، ځکه د افغانستان اوسنی حالت داسې دی چې د هر وګړي لپاره بهر ته تګ هوس نه غضب دی، خو سره له دې حالتو بیا هم افغانې نجونې او هلکان زیار باسي هم کار او هم تحصیل کوي، ژوند جوړوي، او د خپل هېواد د پرختګ لپاره مناسبې حللارې لټوي.
افغانې نجونې هم د خپلو وروڼو ترڅنګ ولاړې دي، د ځان، کورنۍ او هېواد لپاره کار کوي چې غوره بېلګه یې د نن ورځې د کانکور پایلې دي، چې د سلګۍ په نوم یوې نجلۍ چې د 352 نمرو په ګټلو سره یې د 1400 کال د کانکور په ازموینه کې یې د لومړی مقام تر لاسه کړ، دا د افغانو نجونو لپاره یوه داسې نمونه ده، چې تل یې په یاد ولري، دې دوی لپاره دا یوه نوې هیله او یوه نوې تمه ده، دې دوی په زړونو کې یې داسې هیلې را ژوندۍ کړې چې نور یې دې ژوند تمه ختمه او د مرګ لپاره یې شېبې شمېرلې. د دې ترڅنګ یې د ښځو هغه نا څرګند استعدادونه را څرګند کړل، چې تر اوسه پرې کار نه و شوی او په مجمله بڼه په تیارو کې دې پردې تر شا پاتې و، دا بریا ثابتوي چې ښځې هم د نارینوو په څېر د لوړ استعداد څښتنې دي، خو په دې شرط چې ورته داسې زمینه برابره شي چې دوی پکې خپل لیاقت رابرسېره کړي، خو موږ بیا هم ویلی شو چې ژوند یوه لویه مبارزه ده او له دې مبارزې سره دوام پر هر کس لازم دی.