ټېسټ لوبې د کرکټ د وړتیاوو د ښودلو سیالۍ دي، په دې لوبو کې د بالر او توپوهونکي مقابله وي، که توپوهونکي د هرډول بالر پر وړاندې مقاومت وښود او منډې یې جوړې کړې؛ نو توپوهونکی بریالی بلل کېږي.
په ټېسټ لوبو کې د یوې پاڼۍ تر ټولو کمې منډې
۱۹۵۵ م کې نیوزیلېنډ د انګلستان پر وړاندې ۲۶ منډې کړې وې چې دا د ټېسټ لوبو په لړۍ کې تر ټولو کمې منډې دي او لا هم لومړی ریکارډ دی.
۱۸۹۶ کې سویلي افریقا د انګلستان پر وړاندې یوه پاڼۍ کې ۳۰ منډې کړې وې او دا دویم کوچنی هدف دی.
۱۹۲۴ م کې سویلي افریقا یو ځل بیا د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۳۰ منډې کړې وې، په ۱۸۹۹ کې سویلي افریقا د انګلستان پر وړاندې یوه بله ټېسټ لوبه کې ۳۵ منډې کړې وې.
سویلي افریقا د انګلستان پر وړاندې ۳۶ منډې په ۱۹۳۲ کال کې کړې وې.
۳۶ منډې په ۱۹۰۲ کې اسټرالیا د انګلستان پر وړاندې کړې وې.
هندوستان په ۲۰۲۰ کې د اسټرالیا په اډیلایډ کې ۳۶ منډې کړې وې او اسټرالیا ورته په اته وېکټو ماته ورکړې وه.
ایرلېنډ په ۲۰۱۹ کې د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۳۸ منډې کړې وې او دا لوبه په لارډز لوبغالي کې ترسره شوې وه.
په ۱۹۴۶ کې نیوزیلېنډ د اسټرالیا پر وړاندې ټېسټ لوبه کې د نیوزیلېنډ په مرکز وېلېنګټن کې ۴۲ منډې کړې وې.
او په ۱۸۸۸ کې اسټرالیا د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۴۲ منډې کړې وې او دا لوبه په سېډني ښار کې ترسره شوې وه.
د هندوستان تر ټولو کمې منډې
په ۲۰۲۰ کې د اسټرالیا پر وړاندې ۳۶ منډې، په ۱۹۷۴ کې د انګلستان پر وړاندې ۴۲ منډې کړې دي.
په ۱۹۴۷ کې یې د اسټرالیا پر وړاندې برېسبېن کې ۵۸ منډې کړې وې.
په ۱۹۵۲ کې هند د انګلستان پر وړاندې لوبه کې ۵۸ منډې کړې وې، دا لوبه د انګلستان په مانچیسټر کې ترسره شوې.
۱۹۹۶ کې هند د افریقا پر وړاندې لوبه کې ۶۶ منډې کړې وې.
۱۹۴۸ کې یې د اسټرالیا پر وړاندې ۶۷ منډې کړې وې، ۱۹۸۷ کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ۷۵ منډې کړې وې، ۲۰۰۸ کې یې د افریقا پر وړاندې ۷۶ منډې کړې وې.
۱۹۹۷ کې یې د ویسټ انډیز پر وړاندې ۸۱ منډې کړې وې او ۱۹۷۶ کې یې د نیوزیلېنډ پر وړاندې ۸۱ منډې کړې وې.
د انګلستان او هند ترمنځ درېیمه ټېسټ لوبه کې د هندوستان درې لوبغاړي، کی اېل راهول، پوجارا او ویرات کولي د جمېز انډرسن لخوا وسوځول شول.
رېشاب پنټ او اجینکیا رهانی د منځني توپ اچوونکي اولي رابېنسن لخوا وسوځول شول.
روهېټ شرما، محمد شمي او محمد سراج د کرېګ اورټن لخوا اوټ شول.
جدیجا او بومرا د سام کرن لخوا وسوځول.