د مطالعې ارزښت!

رنګین تجريدي ډیزاین
لیکنه: شمله نادري
هر انسان غواړي چې په ژوند کې پرمختګ وکړي؛ له نورې نړۍ خبر شي؛ له ژونده خوند واخلي؛ خلک ورته درناوی وکړي او په سلګونو داسې نور کارونه شته چې هر انسان یې د ترلاسه کولو هیلې لري. دا ټول هغه کارونه دي چې موږ یې د علم او تعلیم له لارې حاصلولای شو. علم انسان ته د خوشبختۍ لاره پرانیزي او د یوه لارښود په توګه موږ ته د روښنایۍ لارې راښیي. که زده‌کړه دومره اړینه نه وای، نو خدایﷻ به خپل ګران پیغمبر حضرت مُحَمَّد ﷺ  دې اقرا (ولوله) ویلو ته نه اړ کاوه. له همدې ځايه ښکاري چې علم حاصلول د اللهﷻ له لوري پر ټولو بندګانو لازم شوي دي.
مطالعه د انسانانو لپاره بې شمېره ګټې لري چې د ځینو په اړه به یې  په دغې لیکنې کې معلومات درکړو.

۱. ذهني پیاوړتیا

ډېره مطالعه د دې لامل کېږي چې زموږ ذهن پیاوړی شي. د انسان د ذهن جوړښت داسې دی چې په ډېرې مطالعې سره لا پیاوړی کېږي، ماغزه مو مطالعې او نورو فعالیتونه ته تیاروي، تازه کوي مو او د ذهني پیاوړتیا لامل کېږي.

۲. شخصیت‌جوړونه

ډېره مطالعه د دې لامل کېږي چې موږ له ځان څخه غوره شخصیت جوړ کړو. کله چې موږ د داسې کسانو کتابونه لولو چې هغوی له هر اړخه د یوه لوړ شخصیت درلودوونکي دي، نو موږ هم هڅه کوو چې داسې کارونو ته مخه کړو چې زموږ د شخصیت لوړېدا لامل شي او په ټولنه کې د ځان لپاره یو مناسب ځای جوړ کړو.

۲. اړینه نه ده چې هر کار تجربه کړو

ژوند ډېر لنډ دی. موږ نه شو کولای چې هر کار پخپل ژوند کې تجربه کړو او بیا یې له بدو پند واخلو او ښه یې تل تکرار کړو دا ناشونی کار دی، خو موږ کولای شو چې د نورو خلکو تجربې مطالعه کړو او په خپل ژوندکې یې پلې کړو. اوس دلته پوښتنه پیدا کېږي چې د ټولو انسانانو احساسات، تخیلات، فکر او نور خو یو ډول نه دي، نو څنګه موږ د هغوی له تجربو ګټه واخلو؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی چې دا سمه ده چې د هر انسان فکر او احساس بېل دی، خو په ټوله کې ټول انسانان میئنیږي؛ ټول احساس لري؛ ټول مري او د ټولو درد کابو یو ډول وي، نو له همدې امله موږ باید د نور له تجربو د ځان لپاره ګټه واخلو او دا کار هم د مطالعې له لارې کولای شوو.

۴. د سټرېس له منځه وړل

ډېر وخت انسان د بېلابېلو ستونزو له امله دومره تر فشار یا سټرس لاندې وي چې له ژونده ستړی شي؛ کار نه شي کولای؛ هر څه ترې پاتې وي او نور د دې ټولو لپاره یوازینۍ لاره مطالعه ده چې انسان پرې ارامېږي او ټول سټرس یې له منځه ځي.

۵. د لیکلو پیاوړتیا

ډېره مطالعه موږ له دې سره اشنا کوي چې څنګه د یوې موضوع لیکل پیل کړو؛ څنګه خپله موخه تر خپلو مخاطبینو ورسوو؛ څنګه هغوی زموږ له خبرو ملاتړ وکړي. دا ټول هغه کارونه دي چې د مطالعې په مرسته یې ترسره کولای شو.

۶. د نورو کلتورونو پېژندل

مطالعه د دې لامل هم کېږي چې د نورو خلکو له فرهنګ، دودونو، جامو او داسې نورو خبر شو. له خپل فرهنګ سره د هغوی فرهنګ پرتله کړو، مثبت او منفي اړخونه یې وڅېړو. دا ټول د مطالعې له لارې شوني دي.
مطالعه د پورتنیو ګټو ترڅنک په سلګونو نورې ګټې هم لري، چې دلته یې د ټولو بیانول ناشونی کار دی؛ کتابونه کتابونه خبرې پرې لیکل کېدای شي، خو په دې لیکنه کې مو د مطالعې هغه اړین ارزښتونه په ګوته کړل چې هر انسان ورته اړتیا لري او ترسره کول یې ورته اړین دي.
About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.