په یو ناڅاپي ډول د پاکستان پي ټي وي سپورټ او کرېک اېنفو اعلان وکړ، چې افغان لوبډلې د سریلانکا پر ځای د لوبو لپاره پاکستان انتخاب کړ.
اوس به د افغان لوبډلې درې یو ورځنۍ لوبې د پاکستان په کراچۍ نېشنل لوبغالي کې ترسره شي.
د افغان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس حامد شینواري هم په پاکستان کې د لوبو ترسره کېدل تائیدکړل.
که څه هم دا لوبې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېدې؛ خو افغان لوبډله همدا کوربتوب په پاکستان کې کوي.
د لوبو ګټې
لومړۍ ګټه یې دا ده، چې افغان لوبډلې باندې اوس ډېر ناوخته دی او په دې ۷ ورځو کې یې نه شو کولای چې سریلانکا ته ولاړه شي؛ ځکه اوس مهال په افغانستان کې د پاسپورټ او وېزې چارې ځنډېدلي او هلته وخت کم پاتې دی. دویمه خبره دا ده چې سریلانکا د کورونا وایروس د زیاتوالي له امله لس ورځنی قرنطین هم اعلان کړی دی، نو دا دوه سترې ستونزې موجودې وې او کېدای شوای، چې افغان لوبډلې سیریز نه وای ترسره کړی او نومرې پاکستان ترلاسه کړې وای؛ اوس چې لوبې په پاکستان کې شوې افغان لوبډله د لوبو د نه ترسره کولو له ستونزې بچ شوه او لوبې حتمي شوې.
په پاکستان کې د لوبو بله ګټه دا ده، چې نسبت سریلانکا ته په دې لوبو لګښت کم راځي، ځکه افغان لوبغاړو به لومړی پاکستان ته تګ کاوه، بیا به دوبۍ تلل او له هغه ځای به سریلانکا ته تلل، چې د ویزو او طیارو د ټکټونو له امله ډېر لګښت راته؛ نو اوس چې لوبې په پاکستان کې شوې، لوبغاړي کولای شي، چې تر پېښوره پورې د ځمکې له لارې لاړ شي او له هغه ځایه بیا کراچۍ ښار ته په الوتکه کې وکوچېږي، چې ډېر کم لګښت پرې راځي.
بله ګټه یې دا شوه، چې افغان لوبغاړي به وکولای شي، په دې اووه ورځو کې په کراچۍ کې خپل تمرینات ترسره کړي او له کنډېشن سره به بلد شي.
همدارنګه افغان لوبغاړو په پاکستان کې ډېرې لوبې کړي، اکاډمي یې ترسره کړي، لوبغاړو باندې یې له ۲۰۰۰ کال وروسته لیګونه او سوداګریزې لوبې کړي دي؛ نو د پاکستان له لوبغالو سره لوبغاړي ډېره پورې بلدتیا لري او د لوبېدو پرمهال به ورته ډېره ستونزه نه وي.
د اړیکو جوړېدو برخه کې هم مثبتې تمامېدای شي، دا چاره د دواړو هېوادونو کرکټ بورډونو اړیکې پیاوړې کولای شي.
تاوان یې
تاوان یې دا کېدای شي، چې د پاکستان خپل لوبغالي او ویشتن ځایونه دي، نسبت افغانانو ته پرې هغوی ډېر بلد دي؛ نو کېدای شي چې پاکستاني لوبغاړي ډاډه لوبه وکړي.
بله مسئله د کراوډ یا ننداره کوونکو هم دی، ډېر زیات پاکستانیان به د خپلې لوبډلې د تشویق لپاره لوبغالي ته ولاړ شي او دا به پر افغان لوبغاړو لږ و ډېر تاثیر ولري.