عثمان خواجه چې د اسټرالیا د لوبډلې کیڼ لاسی مسلمان لوبغاړی دی، له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا یې لوبډله کې شتون اغېزمن شوی دی.
د ویسټ انډیز، بنګله دېش خلاف او د نړیوال جام لوبډلو کې نه و اخیستل شوی.
همدارنګه له ۲۰۱۹ کال راپدېخوا د اسټرالیا په لوبډله کې نه دی اخیستل شوی او له همغه وخته یې د اسټرالیا د کرکټ بورډ غوراوي کمېټه په دوه ګوني چلند تورن کړی دی.
دا چې اسټرالیا څو ورځې وړاندې د راتلونکي نړیوال شل اوریز جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړې؛ نو عثمان خواجه ته پکې بیا ځای نه دی ورکړل شوی.
هغه د دې چارې په غبرګون کې ویلي دي، چې د اسټرالیا مشر روزونکی جسټېن لېنګر په لوبغاړو له شا څخه ګوزارکوي.
خواجه زیاته کړې چې کوچ چې دا ډول چلند کوي؛ نو د ده د کوچېنګ یا روزنې سپېلڅتیا تر پوښتنې لاندې راځي.
د اسټرالیا لوبډله او د خواجه نشتون
اېرون فېنچ لوبډلمشر، اشټن اګر، پټ کمېنس، جاش هزل ووډ، جاش انګلېس، مېچل مارش، ګلېن مکسوېل، کېن ریچارډ سن، سټېف سمېت، مېچل سټارک، مارکس سټاینېس، مېچل سوېپسن، متیووېډ، ډېوېډ وارنر او اډم زمپا.
اسټرالیا په دوو شل اوریزو لوبلړیوکې له ویسټ انډیز څخه څلور د یو او له بنګله دېش څخه هم څلور د یو پر وړاندې ماتې وخوړې.
له دې وروسته د اسټرالیا پر لوبډله د افغانانو په ګډون د نړۍ ډېری کرکټ مبصرینو نیوکې وکړې.
افغانانو وویل چې د ځوانې لوبډلې دا حال وي لکه چې څنګه چې اسټرالیا ماتې وخوړې، نو افغان ځوانه لوبډله هم ښایي له ستونزو سره مخ شي.
عثمان خواجه او کرکټ
نوم عثمان طارق خواجه دی، په ۱۹۸۶ کال د ډېسمبر په ۱۸ مه د پاکستان په اسلام اباد کې زېږېدلی دی.
۴۴ ټېسټ لوبو کې یې ۲۸۸۷ منډې کړي، ۸ سلیزې او ۱۴ یې پنځوسیزې جوړې کړي دي.
۴۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۵۴ منډې کړي، چې ۲ یې سلیزې او ۱۲ یې نیمه سلیزې وهلي دي.
۹ شل اوریزو لوبو کې یې ۲۴۱ منډې کړي او یوه پنځوسیزه لري.