د IPL په تاریخ کې کومې لوبډلې زیاتې سیالۍ ګټلې؟

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان آی پي ایل سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۸م کال کې ترسره شوې، چې له هغه وروسته هر کال ترسره کیږي او د څوارلسم پړاو پاتې ۳۱ لوبې به یې بیا متحده عربي اماراتو کې د راتلونکې سیپټمبر میاشتې له ۱۹مي بیا د اکتوبر میاشتې تر ۱۵مي نېټې پوري ترسره شي.

 

موږ په دې لیکنه کې ددې لیګ په تاریخ کې هغه لوبډلې درته ښیوو، چې زیاتې سیالۍ یې ګټلې دي.

 

۱- ممبي انډینز: په ۲۱۰ لوبو کې یې ۱۲۲ ګټلې، خو ۸۴ لوبې یې بیا بایللې دي.

۲- چینای سوپرکینګز: په ۱۸۶ لوبو کې یې ۱۱۱ ګټلې، خو ۷۳ لوبې یې بیا بایللې دي.

۳- کلکته نایټ رایډرز: په ۲۰۲ لوبو کې یې ۱۰۰ لوبې ګټلې، خو ۹۵ لوبې یې بیا بایللې دي.

۴- رویال چلینجرز بنګلور: په ۲۹۴ لوبو کې یې ۹۴ ګتلې، خو ۱۰۲ لوبې یې بیا بایللې دي.

۵- پنجاب کینګز: په ۱۹۷ لوبو کې یې ۸۸ ګټلې، خو ۱۰۶ لوبې یې بیا بایللې دي.

۶- ډهلي کپیټلز: په ۲۰۳ لوبو کې یې ۸۹ ګټلې، خو ۱۰۷ لوبې یې بیا بایللې دي.

۷- راجستان رویالز: په ۱۷۰ لوبو کې یې ۸۲ ګټلې، خو ۸۱ لوبې یې بیا بایللې دي.

۸- سنرایزر حیدراباد: په ۱۳۱ لوبو کې یې ۶۶ ګټلې، خو ۶۱ لوبې یې بیا بایللې دي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.