په یاد لیګ کې څلور افغان لوبغاړي راشد خان، مجیب الرحمن، محمدنبي او قیس احمد د بیلابیلو لوبډلو لپاره ولوبیدل.
په افغان لوبغاړو کې ترټولو ډيرې ویکټې راشد خان واخیستې، هغه په نهو لوبو کې ولوبید، ۱۲ ویکټې یې واخیستې او د ډیرو ویکټ اخیستونکو لوبغاړو په منځ کې په دریم مقام کې ځای لري.
له راشد خان وروسته قیس احمد په اتو لوبو کې اته، مجیب الرحمن په ۷ لوبو کې شپږ او محمدنبي په شپږو لوبو کې شپږ ویکټې واخیستې.
Copyright © 2025 | MH Magazine WordPress Theme by MH Themes