د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د کرکټ راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام ټولو پاکستاني لوبغاړو ته د کورنیو لوبو په څېر دی؛ ځکه پاکستان د متحده عربي اماراتو په کوربتوب له بېلابیلو هیوادونو سره په تېره یوه لسیزه کې زیاتې سیالۍ کړي او لوبغاړي له میدانونو سره اشنا دي.
بابراعظم ویلې، موږ راتلونکی نړیوال ته پوره چمتوالی لرو، چې په همدې موخه مو له بېلابیلو هیوادونو سره سریزونه ترسره کړي او راتلونکې کې هم د سریزونو پلانونه شته.
د پاکستان لوبډلمشر ددې ترڅنګ زیاته کړه، چې دده تر لوبډلمشرۍ لاندي یې د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام سیالۍ ترټولو مهمي سیالۍ دي، چې هڅه به وکړو د لوبغاړو سره یوځای به یې په غوره مدیرت سره ترسره کړو.
ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.
د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام نېټه او ځای
د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.
دا لوبې به د متحده عربي اماراتو په دوبۍ، ابوظبۍ او شارجه ښارونو کې ترسره شي.
د راتلونکي شل اوریزه نړیوال جام په اړه معلومات
راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام په دوو پړاونو کې ترسره کیږي، چې په لومړي پړاو کې به بنګله دېش، سریلانکا، عُمان، پاپو نګیني، ایرلینډ، هالنډ، سکټالنډ او نیمیبیا هیوادونه په خپلو منځونو کې ۱۲ لوبې د عُمان هیواد په کوربتوب له ټاکل شوې نیټې مخکې ترسره کړي او څلور مخکښې لوبډلې به یې د ۱۲ لوبډلو غوره پړاو ته لاره پیداکړي.
افغانستان، هند، پاکستان، انګلينډ، ويسټ انډيز، سويلي افريقا، آسټراليا او نيوزيلينډ هغه اته لوبډلې دي، چې وار له مخې یې ۱۲ غوره لوبډلو ته لاره پیداکړې.
له هغه وروسته د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې نېټې څخه بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مي نېټې پوري د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ په دوو ګرپونو کښي د کرکټ شل اوریزه نړیوال ترسره کیږي، چې هره لوبډله به په خپل ګروپ کښي پنځه ـ پنځه سیالۍ ولري.
د معلوماتو له مخې د هر ګروپ څخه به دوې ـ دوې مخکښي لوبډلې بل پړاو ته لاره پيداکړي، چې لومړی د څلورو لوبډلو ترمنځ دوې نیمه پایلوبې او له هغه وروسته به بیا د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه د دوو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزه نړیوال جام پایلوبه ترسره شي.
د نړیوال جام تازه خپور شوی مهالوېش
د کرکټ نړیوالې شورا تازه د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام د لوبو مهالوېش خپور کړ.
د دې جام لومړی پړاو لوبې د اکټوبر په ۱۷مه نېټه د عُمان او پاپونيو ګينيا په لوبه سره پيليږي، چې د عُمان هیواد په کوربتوب به ترسره شي.
د لومړي پړاو څخه څلور د زياتو لوبو ګټونکي هيوادونه له اته نورو، افغانستان، پاکستان،هندوستان،اسټراليا، انګلينډ سويلي افريقا او ويسټ انډيز سره يو ځای کيږي چې د غوره ۱۲ هيوادونو سيالۍ به بيا د اکټوبر میاشتې په ۲۳مه نېټه د اسټراليا او سويلي افريقا په لوبه کولو سره راپیل شي.
وروسته به ددې جام لومړۍ نيمه پايلوبه د نومبر په ۱۱مه نېټه په ابوظبۍ او دویمه نیمه پایلوبه به بیا د همدې میاشتې په ۱۱مه نېټه په دوبۍ کې ترسره شي.
همدارنګه د نړیوال جام پایلوبه د نوومبر میاشتې په ۱۴مه نېټه په دوبۍ کې کیږي.