هندوستان په دویمه ټېسټ لوبه کې انګلستان ته په ۱۵۱ منډو ماته ورکړه او کی اېل راهول د لوبې غوره لوبغاړی شو.
هندوستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې، ۳۶۴ منډې وکړې، چې کی اېل راهول ۱۲۹، روهېټ شرما ۸۳، ویرات کولي ۴۲ منډې، رېشاب پنټ ۳۷ منډې، روېندرا جدیجا ۴۰ او اېشنټ شرما ۸ منډې وکړې.
جېمز انډرسن ۵ وېکټې اخیستې وې.
انګلستان په لومړۍ پاڼۍ توپوهنه کې ۳۹۱ منډې وکړې، ۲۸ منډې یې پر هندوستان ور واړولې.
روري برنز ۴۹ منډې، جو روټ ۱۸۰ منډې، جوني بېرسټو ۵۷ ، جاس بټلر ۲۳، معین علي ۲۷ ، رابېنسن ۶ او مارک ووډ پنځه منډې وکړې.
محمد سراج څلور وېکټې، اېشنټ شرما درې او محمدشمي دوه وېکټې واخیستې.
هندوستان په دویمه پاڼۍ توپوهنه کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۹۸ منډې وکړې او انګلستان ته یې ۲۷۱ منډې هدف ورکړ.
داځل رهاني ۶۰ ، محمدشمي ۵۶ ناسوځېدلې او جسپرېت بومرا ۳۴ ناسوځېدلې منډې وکړې.
دا پلا د انګلستان لپاره مارک ووډ درې وېکټې ترلاسه کړې.
انګلستان په دویمه پاڼۍ توپوهنه کې ناکام شو، پنځه لوبغاړي یې په صفر وسوځېدل او د ټولو وېکټو په سوځېدو سره ۱۲۰ منډې وکړې.
په توپ اچونه کې بومرا درې، شمي یوه، محمد سراج څلور او اېشنټ شرما ده وېکټې واخیستې.
هند یاده سیالي په ۱۵۱ منډو وګټله.
دواړه لوبډلې درېیمه ټېسټ سیالي د اګسټ په ۲۵ مه د چهارشنبې په ورځ پیلوي.
د ویرات کولي مخکې تګ
د لوبډلمشر په توګه ویرات کولي د هند لپاره ښه پرمخ روان دی، دی په ټېسټ لوبو کې د نړۍ څلورم لوبډلمشر شو، چې لوبډله یې تر رهبرۍ لاندې زیاتې ټېسټ لوبې ګټي.
لومړی ځای د سویلي افریقر ګرېم سمېت خپل کړی دی، هغه د خپلې لوبډلمشرۍ پرمهال په ۱۰۹ ټېسټ لوبو کې ۵۳ ګټلې وې.
ریکي پونټېنګ ۷۷ لوبوکې ۴۸ ګټلې وې، سټیف واف په ۵۷ لوبو کې ۴۱ ګټلې وې، ویرات کولي په ۶۳ لوبو کې ۳۷ ګټلي دي، کلېف لایډ په ۴۷ لوبو کې ۳۶ ګټلې وې او الان بارډر ۹۳ لوبو کې ۳۲ ګټلې وې.
د هند لپاره په ټېسټ لوبو کې وروستۍ ملګرتیاوې
کی اېل راهول او شېکردوان په پیلیزه وېکټ د هند لپاره په انګلستان کې په ۲۰۱۸ کې ۶۰ منډې ملګرتیا کړې وه.
په ۲۰۱۸ کې یو ځل بیا دوان او راهول د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبه کې ۶۰ منډې ملګرتیا کړې وه.
شوبمن ګېل او روهېټ شرما د ۲۰۲۱ کې د ټېسټ قهرمانۍ په پایلوبه کې ۶۲ منډې ملګرتیا په لومړۍ وېکټ کړې وه.
۲۰۲۱ کې راهول او روهېټ شرما د انګلستان پر وړاندې لومړۍ لوبه کې ۹۷ منډې ملګرتیا وکړه.
او ۲۰۲۱ کې د انګلستان پر وړاندې دویمه ټېسټ لوبه کې په لومړۍ وېکټ راهول او روهېټ شرما ۱۲۶ منډې ملګرتیا وکړه.
لومړۍ لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ مساوي شوې وه.
د انګلستان د لوبغاړو لاسته راوړنې
جو روټ ۱۷ ځلې د انګلستان لپاره په ټېسټ لوبو کې ۵۰ جمع یا فیفټي پلس منډې کړي، الېسټېرکوک ۱۶ ځلې پنځوس جمع منډې کړي، ګوچ د انګلستان لپاره ۱۳ ځلې پنځوس جمع منډې، بېرېنګټن ۱۲ ځلې او کېوېن پیټرسن ۱۲ ځلې پنځوس جمع منډې کړي دي.