ليکنه او راټولونه
لوست د علم او پوهې کیلۍ/ کونجي ده او د تمدونونو د پرمختګ له تر ټولو ښو وسلو څخه شمېرل کېږي. د لوست له لارې انسان کولای شي، چې له پوهانو او لیکوالانو سره اشنا شي او د هغوی له تجربو څخه معلومات ترلاسه کړي او په خپل ژوند کې ورڅخه ګټه واخلي.
څښتن تعالی په خپل رالېږل شوي پیغمبر ص لومړنۍ ایت شریف داسې نازل کړ، چې هغه مبارک یې لوستنې ته وهڅاوه او ویې فرمایل: ژباړه: د خپل هغه پروردګار په نامه یې ولوله، چې ته یې پیدا کړې.
مور او پلار، ښوونکي او روزونکي باید ماشومانو ته د هغوی د ژوندانه په لومړیو کې هغوی ته مطالعې کولو ته وهڅوي او په هغوی کې له هماغه لومړیو د مطالعې مینه وروزي.
کله چې موږ غواړو ماشومان د مطالعې سره مینه پیدا کړي یا هم عادت شي نو دا خپل پړاوونه لري ترڅو هغه ترسره شي:
ـ لومړۍ کې موږ باید بېکاره کتاب یا کتابچه ماشومانو ته ورکړو ترڅو حداقل د هغه کتاب قلم یا کتابچې سره اشنا شي، مینه او لېوالیتا یې پیدا شي.
ـ کله چې ماشوم ته کتاب ورکوو باید داسې وي چې انځورونه ولري ترڅو د هغوی ذهن او فکر ځانته جذب کړي، ټول ماشومان د رنګه انځورونو سره لېوالتیا لري.
ـ د هغه وروسته ماشوم د شیانو نومونه زده کوي، دا پړاو د ماشوم سره مرسته کوي، ترڅو د نومونو د اخیستلو لپاره ډېرې کلمې زده کړي؛ دا قلم دی، دا موټر دی. او همدې پړاو کې ماشوم د شیانو په هکله ډېرې پوښتنې هم کوي.
ـ د دې پړاو وروسته د رښتینولی لټون دی چې ماشوم ډېرو انځورونو رښتیني ګڼي او ډېری وخت خپل لاس انځور خواته اوږدوي، چې دا انځور راونیسي او کله هم یوه منظره ښکلوي.
ـ په پنځه کلنۍ کې ماشوم له نورو سره د یو ځای والي څخه خوند اخلي او له نورو څخه د ټولنیزو اړیکو د زدهکړې ښه چانس یې همدا پړاو دی. ماشوم له خندونکي شیانو سره خوښ وي او د خوشحالی احساس کوي.
ـ شپږ کلنۍ کې ماشوم کولای شي چې ځینې فکري کارونه هم ترسره کړي؛ نو له همدې کبله دا عمر یې د ذکاوت د پرمختیا سره سره ښوونځي ته د تللو تر ټولو ښه عمر دی.
ـ له هغه پړاو وروسته ماشوم غواړي خپل چاپیرایل وپېژني چې څه پېښیږي او څه کېږي.
ـ له نهه کلنۍ وروسته ماشوم د خیال څخه حقیقي نړۍ ته ځی او غواړي حقیقي کیسې او داستانونه واوري.
نو په دې ټولو پړاوونو کې باید هڅه وشي چې کوم څه چې د ماشوم لپاره وي هغه ورته بربره کړي او مطالعې هڅولو لباره مور پلار پوره هڅه ورسره وکړي.