محمدنبي عیسی خېل له انګلستان څخه هېواد ته راستون شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

افغان لوبډله ۱۷ ورځې وروسته له پاکستان سره په سریلانکا کې درې یو ورځنۍ لوبې پیلوي.

دا لوبې د مهېندا راجاپکسا لوبغالي باندې ترسره کېږي.

تر اوسه افغان لوبډله سریلانکا ته نه ده تللې او کېدای شي په لنډو ورځو کې سفر وکړي.

محمدنبي عیسی خېل چې له دې وړاندې په انګلستان کې و او هلته په سل بالیزکرکټ کې له لندن سپایرېټ لوبډلې سره ولوبېد، بېرته هېواد ته راستون شوی دی.

محمدنبي د پنجشنبې په ورځ په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې مور یې سخته ناروغه ده او له هېوادوالو یې د دعاګانو غوښتنه کړې وه.

د محمدنبي د راتګ علت هم د هغه د مور بي بي ناروغي ده او له دې وروسته به د پاکستان پر وړاندې لوبو ته هم چمتووالی نیسي.

 

له کرکټ بورډ د هېوادوالو غوښتنه

که څه هم د هېواد سیاسي او امنیتي وضعیت په بشپړه توګه د اندېښنې وړ دی، خو بیا هم د یاران ډېری لوستونکو پوښتلي، چې افغان لوبډله څه وخت سریلانکا ته ځي.

نو ښایي کرکټ بورډ په نږدې ورځو کې سریلانکا ته لوبډله ولېږي؛ خو لا یې هم وخت نه ده په ډاګه کړی.

افغان لوبډله باید له لوبو شل ورځې وړاندې سریلانکا ته تللې وای، ترڅو یې هلته د قرنطین موده پای ته رسولې وه او بل به د سریلانکا له ګرمې او نمناکې هوا سره بلد شوی وای.

افغان لوبغاړو باید سریلانکا کې کمپ ترسره کړی وای او هم یې په راجا پکسا لوبغالي تمریني لوبې کړی وای.

ځکه که یو ناڅاپه لوبډله له یخ کابل او وچ کابل څخه ګرمې او لمدې سریلانکا ته ځي؛ نو د لوبغاړو پر روغتیا اغېز پرېوځي.

لوبغاړي باید مخکې له مخکې ساحې ته ولاړ شي، ترڅو له اب و هوا سره توافق وکړي او بیا د لوبېدو پر وخت کومه ستونزه ونه لري.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.