افغان لوبغاړي قیس احمد پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د افغانستان اسلامي جمهوریت د درې رنګه ‹‹تور، سور او زرغون›› بیرغ انځور خپور کړی او ورسره لیکلې یې دي، ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی او بیا به یې هم رپوم.
قیس احمد لیکلې، دا د کومې سیاسي ډلې مشر بیرغ نه دی، بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ افغانستان په دې بیرغ پېژني.
هغه د لیکنې په وروستیو کې له ټولو هیوادوالو غوښتي، چې ملي بیرغ ته احترام وکړي او د افغانانو او هیلې ونه وژني.
‹‹ما تل د افغانستان دا ملي بیرغ، چې الله اکبر او زموږ مبارکه کلمه هم پرې لیکل شوې، د نړۍ په میدانونو کې په ډېر افتخار سره رپولی دی او بیا به یې رپوم. دا د کومې سیاسي ډلې او مشر بیرغ نه دی بلکې د افغانستان ملي بیرغ دی او ټوله نړۍ په دې بیرغ پېژني. ملي بیرغ ته احترام وکړئ او د افغانانو احساسات او هیلې مه وژنئ.››
قیس پر داسي مهال دا څرګندونې کوي، چې تر دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې نامتو لوبغاړي او په شل اوریزه سیالیو کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر راشدخان ارمان د هیواد روان وضعیت ته سخته اندېښنه ښوودلې وه.
د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني تکړه او مشهوره لوبغاړي کیون پیټرسن د سکای سپورټ سره په یوې تازه مرکه کې ویلې، چې د افغانستان د روان وضعیت په اړه یې د مشهوره افغاني کرکیټر سره اوږد بحث کړی.
پېټرسن ویلې، راشدخان د افغانستان پر روان وضعیت سخت اندېښمن دی او حال دا، چې دې حساسو شرایطو کې خپلې کورنۍ ته لاسرسی نه لري، چې له هیواده یې بهر وباسي.
دده په خبره، د دومره زیاتې اندېښمنۍ سره ـ سره بیا هم راشدخان د سل بالیزه کرکټ لیګ په پرونۍ لوبه کې ښه وځلېد او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.