هغه لوبې چې شهزاد محمدي پکې پنځوسیزه وهلې، افغانستان نوي سلنه ګټلي دي

سپینه تجريدي ډیزاین

 

هغه اوپنران چې د خپل ټیم لپاره یې شل اوریزو لوبو کې نیمه سلیزې وهلي دي، لوبډلې یې په بریاوو کې موافقي شوي دي.

د اوپنرانو په ډله کې د افغان اتل لوبغاړی شهزاد محمدي هم شامل دی او تر ټولو مخکښ دی.

دلته د شهزاد محمدي د هندوستان د روهېټ شرما او کی اېل یا لوکېش راهول یادونه کوو.

شهزاد محمدي په اوپننګ کې د خپلې لوبډلې لپاره ۹۲ اعشاریه ۳ سلنه بریالی تمام شوی دی.

په هغو شل اوریزو لوبوکې چې شهزاد محمدي پنځوس پلس یا نیمه سلیزې جمع منډې جوړې کړي دي؛ نو افغان لوبډلې هغه لوبې په لوړ توپیر ګټلي دي.

 

دویم بیا د هندوستان لوکېش راهول دی، کومه لوبه کې چې ده د هند لپاره پنځوس جمع یا پلس منډې کړي دي، هغه لوبې هند ۸۶ سلنه ګټلي دي.

او کومه لوبه کې چې روهېټ شرما د هند لوبه پنځوسیزه وهلې ده، هغه هند ۸۵ سلنه ګټلي دي.

البته دا په پیل یا اوپننګ کې حساب شوي دي، چې د دوی لوبې دومره اغېزناکې دي، چې یوې لوبډلې د ملا د تیر حیثیت لري.

نو راتلونکي نړیوال جام ته د شهزاد محمدي نه نیول د افغانستان لپاره په ستر زیان تمامېدلی شي.

 

د شهزاد محمدي لوبه او انداز

محمدي په افغان لوبډله کې یو له پیاوړو اوپنرانو څخه دی، کله چې هم دی له ملي لوبډلې سره شوی دی، له هغه وخته افغانان د ده په لوبه باوري او ډاډه و.

کله چې شهزاد د ایرلېنډ، زِمبابوې، هند، ویسټ انډیز، افریقا، پاکستان او نورو لوبډلو پر وړاندې په کریز کې موجود و، افغانانو به له لوبو تمه نه پرېکوله، ځکه ده کې دا وړتیا وه، چې لوبه ترې یوې اندازې مخته یوسي او مقابله لوبډله له ستونزو سره مخ کړي.

په ۲۰۱۳ کې ایرلېنډ سره په عربي متحده اماراتو کې د ده او کریم صادق اوپننګ لوبه د افغان لوبډلې په ګټه تمامه کړه.

په دې لوبه کې ایرلېنډ ۱۴۴ منډې کړې وې، چې کریم خان صادق په ۱۵ توپونو ۳۵ چټکې منډې وکړې او شهزاد له پنځوسیزې وروسته هم کریز کې موجود و او په بریا له لوبغالي ووت.

شهزاد محمدي کولای شي چې یو ښه پیل د افغانستان لپاره په نړیوال جام کې وکړي او لوبول یې بې ګټي نه دي.

شهزاد له دې وړاندې په ۲۰۱۶ نړیوال جام کې هم غوره و او نږدې ټولو بالرانو سره اشنا دی.

بل سینیر یا باتجربه لوبغاړی هم دی او په هر ډول ویشتن ځای د لوبېدو وړتیا او حوصله لري.