د آی‌پي‌اېل اتل د هند لپاره بې ګټې تمام شو

یو بیلبورډ چې پرې لیکل شوی اعلان نه لوستل کیږي. عکس له لاندې اخیستل شوی او شا او خوا یې وریځې او اسمان ښکاري

 

سنجو سمسن چې په آی‌پي‌اېل کې د راجستان رایلز لوبډلې لوبډلمشر دی، سږ کال آی‌پي‌اېل کې په خپله لومړۍ لوبه کې یې ۱۱۹ منډې وکړې، نوموړي په هره لوبه کې د راجستان لپاره خورا زبردسته لوبه کړې او لا دې برخه کې مخکښ دی.

خو اوس د هند لوبډلې لپاره په زړه پورې نه دی تمام شوی.

 

د هند لپاره د سنجوسمسن لوبې او منډې

نوموړي په خپلو لسو شل اوریزو لوبو کې ټولې ۱۱۷ منډې کړي، چې هره لوبه کې یې منډې ۱۱ اعشاریه ۷۰ دي او سټرایک رېټ یې ۱۱۰ اعشاریه ۳۸ دی.

هغه په خپله لومړۍ شل اوریزه نړیواله لوبه کې په ۲۴ توپونو ۱۹ منډې کړي.

په دویمه لوبه کې یې په ۲ توپونو ۶ منډې کړي، درېیمه لوبه کې یې په ۵ توپونو ۸ منډې کړي دي.

څلورمه لوبه کې یې په ۵ توپونو ۲ منډې کړي، په پنځمه لوبه کې یې په ۱۵ توپونو ۲۳ منډې کړي، په شپږمه لوبه کې یې په لس توپونو ۱۵ منډې جوړې کړي، اوومه لوبه کې یې په ۹ توپونو ۱۰ منډې کړي، اتمه لوبه کې یې په شل توپونو ۲۷ منډې وکړې، په نهمه لوبه کې یې په ۱۳ توپونو ۷ منډې او لسمه لوبه کې یې په ۳ توپونو په صفر له لوبغالي رخصت شوی دی.

سمسن وروستۍ درې لوبې د سریلانکا پر وړاندې وکړې او خو لوبې یې ناکامې وې.

sanjo.jpg

سمسن ولې ونه ځلېد

د هند لوبډله په نړۍ کې ډېر سیریزونه ترسره کوي او لوبغاړي یې هم خورا زیات دي، سمسن ته ډېر وخت لوبډله کې ځای نه ورکول کېږي او اوس په داسې وخت کې له آی‌پي‌اېل څخه په قیاس د سریلانکا پر وړاندې لوبو کې یې واخیست.

خو دا لوبې د دوو میاشتو په توپیر وې او د کرکټ د لوبغاړي داسې اصول دي، چې کېدای شي یو لوبغاړی په دوه ورځو کې له فوم څخه ولوېږي، کېدای شي اوونۍ کې دی فوم څخه ولوېږي.

کله چې لوبغاړی له فوم څخه ولوېږي، بیا نو توپ په درست ډول ورته نه ښکاري او توپ یې په بېټ درست نه راځي.

ژر، ژر سوځېږي او لوبې اغېزمنې یا مقصرې کېږي.

ښه بېلګه یې سنجوسمسن دی.

اوس مهال په شل اوریزو لوبو کې د هند لپاره ښه اپشن یا ټاکنه شیریاس ایېئر دی، هغه کې یو کار دا دی، چې هم تخنیکي لوبېږي او هم تېزه لوبه کولای شي، ده په خپلې لوبئیزې وړتیا آی‌پي‌اېل کې د ډیلي لوبډله د نومرو په جدول کې لومړي مقام ته رسولې ده.

سمسن بیا چټکه لوبه کوي، یا لوبه د خپلې لوبډلې خواته رااړوي او یا هم په سوځېدو سره لوبډله له ستونزو سره مخ کوي.