پال سټېرلېنګ هغه لوبغاړی دی، چې تل یې د ایرلېنډ لپاره برید کوونکې لوبې کړي او خپله لوبډله یې تر ډېره پورې په پښو درولې ده.
نوموړی په یوه کال کې د زیاتو منډو جوړولو ریکارډ لري او لا هم د جدول په سر کې دی.
سټېرلېنګ په ۲۰۱۹ کال کې په شلو پاڼیو کې ۷۴۸ منډې کړي دي او لا هم په دې برخه کې لومړی مقام لري.
سټېرلېنګ کې دا خوبایي شته چې هم کراره او هم چټکه لوبه کولای شي.
دویم مقام بیا د ایرلېنډ د کېوېن اوبراین دی، هغه په ۲۰۱۹ کې په ۲۳ لوبو کې ۷۲۹ منډې کړي دي او دویم ځای یې نیولی دی.
د پاکستان محمد رضوان سږ کال کولای شي، چې د دواړو ایرلېنډیانو ریکارډ مات کړي او په کمو لوبو کې لومړي مقام ته ځان ورسوي.
رضوان سږ کال په ۱۳ لوبو کې ۷۰۶ منډې کړي دي.
د هندوستان شېکردوان په ۲۰۱۸ کې په ۱۷ پاڼیو توپوهنه کې ۶۸۹ منډې کړې وې او مخکښ لوبغاړی و.
ویرات کولي په ۲۰۱۶ کې ښه ځلېدلی و او په ۱۳ پاڼیو کې یې ۶۴۱ منډې کړي دي.
اوس وخت کې یواځینی لوبغاړی د پاکستان محمدرضوان دی، چې په کلني ډول د زیاتو منډو جوړولو په ریکارډ کې مخکې دی، ځکه په ۱۳ پاڼیو کې یې له اووه سوو زیاتې منډې کړي او تر دې دمه ۴ میاشتې نورې هم لري.
اوس د ۲۰۲۱ کال اتمه میاشت ده او که پاکستان نورې لوبلړۍ ولري او رضوان پکې ۴۳ منډې وکړي، له پال سټېرلېنګ څخه په ریکارډ کې مخکې کېږي او لومړی مقام ترلاسه کوي.
افغان لوبغاړو هم په تېرکې لوبلړۍ درلودې؛ خو ډېر وخت وشو، چې یواځې یې دوه لوبلړۍ کړي دي او لوبغاړي په درجه بندۍ او ریکارډونه کې ورځ په ورځ وروسته کېږي.