لیکنه: عبید افغان
افغانه مېرمن چې د تاریخ په اوږدو کې خپل ځان لکه یو مړ وجود او خپل روح زندۍ ګڼي، داسې فکر کوي چې نوموړې پر ټولنې بار او یوه بې پریکړې محدود خوځنده موجود دی. یعنې فقط ساه اخلي بس خلاص؛ هغه څه چې سړي یې ورکوي مکلفه/مجبوره ده چې په پټو سترګو یې ومني.
مثلاً د زده کړو حق یې د سړیو سره دی، د نکاح حق یې د سړیو سره دی، ډاکتر ته د تګ حق یې د سړیو سره دی، کالي اغوستل، تور، سپین او…پر ځان کولو حق یې د سړیو سره دی، هغه څه چې د یوې مېرمنې حق دی دغه حق اصلاً د سړیو سره دی.
ځکه خو خپل ځان په سیند کې ډوبه او یو بې سرپناه انسان ځان بولي. دغه چاره د پښتون ټبر په آر کې اغشل شوې ده.
سره له دومره ظلم و استبداد بیا هم مېرمن خپل ناموس ګڼي؛ خو بدبخته پښتون د ناموس په تعریف او معنا نه دی پوه، ناموس یعنې د وجود دوهمه برخه، ناموس یعنې د خپل وجود بقا، ناموس یعنې روحي ارامتیا، ناموس یعنې ستا غرور، ستا خوښي، ستا د ژوند مل او ملګرې، ستا کورنۍ او ستا ایمان څنګه د مرګ خولې ته ورکوې او ته بې وجدانه پر پسته څوکۍ ناست یې.
څنګه دې روح نارامه نه شو؟ څنګه دې وجدان په عذاب نه شو؟ څنګه دې حیثیت برباد نه شو…ظالمه مېرمن د انسان د ذات بقا ده اخر ولې د بشر دغه مظلوم ترینه طبقه په لوړه کچه تحقیر/سپکاوی یې وشي. ظالمه ته خو یې ناموس ګڼې اخر ولې ستا د وجود دردونه هغه واخلي.
ځانته یې مېرمنه کړې، دوه درې بچیان پرې راوړې، مخ یې د ولادت له امله ګونځې وکړي، د مخ پوټکی چې یې کله نری شي؛ نو ټوپ کړې او ګریوان خلاص کړې، چې هله ماته بل واده؛ خو همدې ملکې چې ستا سخت حالت ته اوږه ورکړه، ستا ملتیا یې وکړه، هره لوړه ژوره یې په زندۍ حالت کې له تاسره تېره خو؛ چې نن درباندې لږ راحت راشي او یو دوه روپۍ پیدا کړې لومړۍ میرمن ایسته په لغته ووهې او بلې مېرمن ته بډې راونغاړې.
موضوع رانه بل خوا ولاړه خو خیر دا خبرې اړینې وې تیاره پلمه ورته جوړه شوه…