د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ بللې ده.
هغه د کرېک لیډ په نامه د یوې وېب پاڼې ټول پوښتنه خپره کړې ده، چې د دې ټول پوښتنې له لارې د یاد ۱۷ کسیزه لوبډله چې ترې ډېره پکې ځوانې څېرې تر سترګوکېږي، خلکو خوښه کړې ده.
د راتلونکې میاشتې په لومړۍ نېټه ۲۵ ورځې وروسته افغان لوبډله له پاکستان سره په سریلانکا کې درې لوبې لري.
په دې لوبډله کې حشمت الله شهیدي، رحمت شاه زرمتی، رحمان الله ګربز، ابراهیم ځدران، صدیق اتل، نجیب الله ځدران، اکرام علي خېل، شاهد کمال، محمدنبي عیسی خېل، کریم جنت، عظمت الله عمرزی، راشدخان، عبدالرحمن، نوین الحق، مجیب الرحمن، فضل الحق فاروقي او نوراحمد لکڼوال.
په چمتو لوبغاړوکې بیا یوسف ځاځی، سلیم ساپی، شرف الدین اشرف او قیس احمد.
تاسې څومره له دې لوبډلې سره موافق یاست؟ د کومو لوبغاړو لېرې کولو او د کومو نورو ورزیاتولو اړتیا لیدل کېږي.
بل پلو د پاکستان په لوبډله کې هم ځوان لوبغاړي ورزیات شوي دي، د پاکستان سوداګریز لیګ کې دوی ډېر پیاوړي بالران پېدا کړل.
له پېښورزلمي سره د محمد وسیم په نوم بالر لوبېد، چې اوس یې د ویسټ انډیز پر وړاندې شل اوریز سیریزکې ولوباوه او پایله یې ښه وه.
شهنواز دهاني په پياېساېل کې د ملتان لوبډلې په ګټه ولوبېد او تر ټولو مخکښ توپ اچوونکی و.
د افغانستان پر وړاندې لوبې کې یې د اخیستلو چانس زیات دی.
صهیب مقصود چې ډېر وخت له لوبډلې لېرې شوی و اوس بېرته فوم کې دی او لوبډله کې یې اخلي.
محمد رضوان خورا فوم کې دی.
خپله بابراعظم هم په یو ورځنیو لوبوکې لومړی نمبر توپوهونکی دی.
بل ستر کار دا دی، چې د پاکستان لوبډله اوس په نړیوال کرکټ کې بوخته ده او افغان لوبډلې له ۲۰۱۹ څخه وروسته ټول دوه لوبلړۍ کړي دي او نور یې په کابل کې تمرینونه کوي.
اوس باید افغان لوبډله په سریلانکا کې وای، ترڅو یې دا ۲۰ شپې هلته له کنډېشن سره ځانونه عادت کړی وای.
ځکه د سریلانکا هوا نسبت کابل ته ډېره ګرمه او مرطوبه ده، لوبغاړي مخکې تر مخکې سریلانکا ته ولاړ شي، هلته کمپ وکړي او که کوم لوبغاړي د هوا له امله ناروغه کېږي، نو په شل شپو کې بېرته رغېږي او لوبو ته چمتو کېدای شي.