کریس الکساندر: عمران خان دوه مخی او دوکه باز دی

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر یو ځل بیا پاکستان د طالبانو په ملاتړ تورن کړی دی.

کریس الکساندر ویلي، چې عمران خان هغه دوه مخی او دوکه باز سړی دی چې له کلونو راپدېخوا د طالبانو په ګټه تبلیغات کوي.

نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، چې پر نوموړي باید سخت بندیزونه ولګول شي او په هاګ محکمه کې محاکمه شي.

الکساندر دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې په دې وروستیو کې د عمران خان په ګډون یو شمېر نورو لوړپوړو پاکستاني چارواکو داسې څرګندونې کړې دي چې ګوندې طالبانو بدلون کړی، هوښیار او ځیرک خلک دي.

د یادونې ده چې نن د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي هم ویلي، چې طالبان به داعش ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د پاکستان جیونیوز تلویزیون د خبر له مخې، قریشي دغه راز څرګنده کړې، چې افغان ځواکونه هم له یادې ډلې سره د مبارزې وړتیا لري او طالبان به هم اجازه ورنه کړي چې داعش وسله وال افغانستان ته ننوځي.

هغه څرګنده کړې چې امن افغانستان د ټولې سیمې د پرمختګ لپاره اړین دی او دوی به له سیمه ییزو هېوادونو سره په ګډه په دغه هېواد کې د سولې او ثبات لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

نوموړي د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز د راتلونکې په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې هیڅ ډله نه شي کولی د دغې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړ کړي.

About څانګه وزیري 1248 Articles
څانګه وزیري، لیکواله او ژورنالیسته ده چې د یاران لپاره په بیلابیلو برخو کې لیکنې چمتو کوي