بېن سټوکس په ناڅاپي توګه له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

 

د انګلستان پیاوړی الراونډر بېن سټوکس چې تېره اوونۍ کې په سل بالیز کرکټ کې د نارترن سوپرچارجرز لوبډلې په ګټه ولوبېد او لوبډلمشر یې هم دی، ویلي چې په ناڅاپي ډول له هرډول کرکټ څخه دمه اخلي.

نوموړی  د سل بالیز کرکټ له پیل وړاندې د پاکستان پر وړاندې درې یو ورځنیو لوبو کې لوبډلمشر و او سیریز یې له پاکستان څخه وګاټه.

اوس د انګلستان کرکټ بورډ ویلي چې هغه به د هند پر وړاندې ټېسټ لوبو کې هم نه وي.

ځېنو رسنیو راپور ورکړی چې د هغه ذهني حالت ښه نه دی او د دې سربېره یې د لاس یوه ګوته هم ټپي ده.

د ده پرځای یې اوس سکواډ یا نوملړ کې د ټېسټ لوبو لپاره کرېګ اورټن په نامه لوبغاړی اچولی دی.

د انګلستان د کرکټ بورډ غړو ویلي چې بېن سټوکس د انګلستان لپاره ښه وړتیا ده؛ خو دا چې د کورونا وایروس ستونزې ډېرې دي او زموږ ډېری انګلېستانیان په دې برخه کې کړېږي، نو د بېن سټوکس روغتیا هم ښه نه ده، ترڅو چې د هغه ذهني حالت ښه کېږي؛ نو لوبو کې به نه وي.

د انسان طبیعت او فطرت داسې دی، چې د کورنۍ له غړو لېرې زنده ګي ورته ګرانېږي، که چېري یو څوک له خپلې کورنۍ، ښځې او اولادونو ډېر لېرې پاتې شي؛ نو ذهني فشار سره مخ کېږي.

بېن سټوکس هم ډېر وخت له کور څخه لېرې پاتې شوی او په لوبو کې سخت بوخت دی؛ نو له دې امله یې ذهن نارامه دی او غواړي چې د یو څه وخت لپاره استراحت وکړي او له لوبو څخه لېرې د ارام فضا کې ذهن سازي وکړي.

د انګلستان د کرکټ منېجر اشلي ګایلز ویلي دي، چې دوی غواړي سټوکس د انګلستان په کرکټ کې خپلو لوبو ته دوام ورکړي، خو دا چې یو څوک له خپلې کورنۍ څخه ۱۶ میاشتې لېرې وي، نو ستونزه یې زیاتېږي.

بېن سټوکس د انګلستان لوبډلې یو غوره الراونډر دی، چې د ۲۰۱۹ کال نړیوال پنځوس اوریز جام پایلوبې ګټلو کې یې انګلستان ته د اتل رول ادا کړ او تر وروستیو یې د نیوزیلېنډي بالرانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او انګلستان یې په اتلولۍ ونازاوه.