آئي سي سي د شل اوريزو لوبو رینکنګ (درجه بندي) خپره کړه.
د آئي سي سي لخوا په خپره شوي وروستۍ درجه بندۍ کې، د پاکستان بابر عظم په خپل ځای دی همدا راز “ویرات کوهلي” اوس هم په دوهم مقام کې دی او “روهیت شرما” په درېیم مقام کې دی. د نیوزیلینډ “روز ټیلر” څلورم ، “ایرون فنچ” پنځم ، “جاني بریستو” شپږم ، د اسټرالیا “ډیوډ وارنر” اووم ، “کوانټن ډ کوک” اتم ، “پر شائی هوپ ” په نهم او د نیوزیلینډ “کین ولیمسن” په لسم مقام کې دی.
په بالینګ کې په لومړي لسو کې د پاکستان هېڅ یو بالر نه دی راغلی، چې د نورو لست په دې ترتیب دی:
د نیوزیلینډ “ټرینټ بولټ” په لومړي مقام ، “جوش هیزلوډ” دوهم ، “مجیب الرحمن” درېیم ، “کریس ووکس” څلورم ، “مهدي الحسن” پنځم ، میټ هینري شپږم ، “جسپریت بومره” اووم ، “مچل سټارک” اتم ، “شکیب ال- حسن” نهم او “کاګیسو ربادا” لسم دی، چې “شاهین شاه افریدي” په دریالس نمبر دی.
په آل راونډرز کې؛
د بنګله دیش “شکیب الحسن” په لومړي نمبر دی، د افغانستان “محمد نبي” دوهم نمبر کې، د انګلینډ “کریس ووکس” په درېیم نمبر ، د افغانستان “راشد خان” په څلورم ، د نیوزیلینډ “میچل سانټنر” پنځم ، د انګلینډ ” بین سټوک” شپږم ، د نیوزیلینډ ” کالن ډی ګراونډ هوم” په اووم ، د پاکستان “عماد وسیم” اتم ، د هند “رويندرا جدیجا” په نهم او د زمبابوې “سکندر رضا” په لسم نمبر راغلی دی.