د افغان فلم مشهوره اداکاره او موډله د هندوستان له لورې په يوې معتبرې نندارې کې د قاضي په حيث را څرګندېږي.
لينا علم چې په نړيواله کچه د افغانستان په نمايندګۍ نندارو کې ګډون کوي ، اوس د پرمختګ يو بل قدم اخلي.
د امجن انډيا فلم په نامه دا ننداره د سپټمبر د ۲۴مې څخه بيا د اکتوبر تر نهمې د هسپانيې په مادريد ښارکې ترسره کېږي.
ددې جشنوارې لپاره د ۱۷ هيوادونو څخه ۲۹ فلمونه په بيلابيلو کټګوريو کې نوماندان دي چې د غوره نارينه او ښځينه اداکارانو،فلم جوړونکو،ډايريکټرانو او نورو برخو لوبغاړو ته به پکښې ايوارډونه ورکړل سي.
د امجن انډيا فلم نندارې لپاره د نړۍ د ۱۳ هيوادونو څخه ۲۲ داوران ياهم قاضيان انتخاب سويډي،چې مشري يې د هسپانيې د مشهور فلم جوړونکي پدرو هرناندز سانتوس د غاړي ده.
لينا علم هم د افغانستان څخه په دې نندارې کې يو مهم او کليدي رول لري او د ۲۲ داورانو له ډلې به د غوره ښځينه اداکارې په ټاکلو کې واک او مهم رول ولري.
تر دې وړاندې هم لينا په امريکا،هندوستان او ځينو نورو هيوادونو کې د سينماوو اړوند نندارو کې د قاضي رول لوبولی دی چې د افغانستان د سېنما لاسته راوړنه او پرمختګ يې بللای سو.