وانېنډو حسرنګا په شل اوریز کرکټ کې لومړي مقام ته رسېدونکی دی

رنګین تجريدي ډیزاین

 

د سریلانکا ۲۴ کلن لوبغاړي د هندوستان پر وړاندې درې شل اوریزو لوبو کې ځان وځلاوه، هغه په درې شل اوریزو لوبو کې ۷ وېکټې واخیستې.

نوموړی په درېیمه شل اوریزه لوبه کې د لوبې غوره لوبغاړی شو او د ټولې شل اوریزې لوبلړۍ غوره لوبغاړی هم شو.

په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې یې د جولای په ۲۵ مه په ۴ اورونو کې ۲۸ منډې ورکړې او ۲ وېکټې یې واخیستې.

په دویمه شل اوریزه لوبه کې یې په ۴ اورونو کې ۳۰ منډې ورکړې او یوه وېکټ یې واخیسته.

د توپ وهنې په برخه کې یې په ۱۱ توپونو ۱۵ منډې هم جوړې کړې.

په درېیمه شل اوریزه لوبه کې یې هم غوره توپ اچونه وکړه، په څلورو اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې او ۴ هندي لوبغاړي یې وسوځول.

وانېنډو حسرنګا په یو ناڅاپي ډول په شل اوریزو لوبو د توپ اچوونکو په درجه بندۍ کې دویم مقام خپل کړ، راشدخان یې درېیم مقام ته وروسته.

اوس دی کولای شي چې په شل اوریزو لوبو کې د افریقا لېګ برېک بالر تبریز شمسي هم وروسته کړي او لومړی مقام ترلاسه کړي.

تبریز شمسي ۳۱ کاله عمر لري او د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې کابو څلور میاشتې کېږي، چې لومړی مقام یې خپل کړی دی او راشدخان یې دویم ته شاته کړی و؛ خو اوس وانېنډو حسرنګا دویم دی.

تبریز شمسي په شل اوریزو لوبو کې ۷۹۲ نومرې لري او د حسرنګا نومرې ۷۲۰ نومرې لري او د راشدخان نومرې ۷۱۹ دي.

نو که نوې درجه بندي کېږي، حسرنګا لا زیاتې نومرې ترلاسه کوي، له راشدخان سره یې د نومرو واټن لا زیاتېږي او د تبریز شمسي لومړی مقام هم خطرکې واقع کېدای شي.

سریلانکا د سپټمبر میاشت کې د سویلي افریقا سره درې شل اوریزې لوبې لري، چې لوبې په سریلانکا کې دي؛ نو دا لوبې هم د حسرنګا لپاره ستره موقع ده، چې ځان لا وځلوي، وېکټې واخلي او ځان له تبریز شمسي څخه مخکې کړي.

دا سیریز د حسرنګا او شمسي لپاره د لومړي مقام پر سره د مقابلې ښه پلمه ده او کوم لوبغاړی چې ښه توپ اچونه وکړي، لومړی مقام یې حق جوړېږي.

بل پلو خبره د راشدخان او مجیب الرحمن دی، دوی دواړه لا په شل اوریزو لوبو درجه بندۍ کې وروسته شي، ځکه افغانستان په لنډ وخت کې شل اوریزې لوبې نه لري او که نورې لوبډلې سیریزونو ته دوام ورکړي، د افغان بالرانو او توپوهونکو لپاره په درجه بندۍ کې د وروسته کېدو لامل کېږي.

 

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.