غلا؛ په ماشومانو کې لوی چلندي کړکېچ!

یو ماشوم د لرګي تخته په لاس کې نیولی، په خوشحالۍ سره مسک دی
مرکه صديقه پوپلزۍ او استاد امرخېل


یو وخت مې له یوې رسنۍ سره کار کاوه یوه متاهله همکاره مو لرله چې تل به یې له خپلو کوچنیانو شکایت کاوه، تل به یې همدا په خوله کې لیکلي وو، “خدای دې دوی ورک کړي بیخي یې په سر اخیستې یم، پیسې مې برسېره نشم ایښودلای راڅخه غلا کوي یې او بیا چې هر څه وکړم نشم یې موندلای، دا خو خیر خپل کور دی، اوس یې د نورو کورونو ته هم پیل کړی هرکله چې د خپلوانو کور ته ځم ځیني شیان ورکیږي. زه ډاډه يم چې زما اولادونه یې پټوي خو هېڅکله یې هم خپله ګناه نه ده منلې. همدارنګه له ګاونډیانو سره یې هم په جنجال کې اچولې یم هره ورځ یې یو تور پرې لګولی وي، خو زه د کورنۍ له ډاره هېڅ هم نشم ویلای ځکه که ووایم چې زوی مې ملامت دی نو خسر او خواښې به مې پوست رانه وباسي بیخي تر پوزې راغلې یم” هغه مهال مې هم پرې فکر وکړ چې ولې به د ماشومانو غلا تر دې کچې رسیږي چې نور د کنټرول وړ نه وي. دلته مې بیا یو فکري نوښت وکړ، ارواپوهنه راته په زړۀ شوه، بیا مې هم پر همدې موضوع د هېواد له وتلي ارواپوه عبدالجلیل امرخېل سره مرکه کړې هیله ده تر پایه یې ولولئ.

پوپلزۍ: سلام استاد هیله لرم چې روغ جوړ به یاست او لوی اختر به مو په خوښئ تر شا پریښی وي په لومړیو کې غواړم وپوښتم چې د ماشومانو غلا څه ده او ولې ماشومان غلاګن روزل کېږي؟
امرخېل: سلام تاسو ته درنو همکارانو او د قدر وړ لوستونکو ته تېر اختر مو مبارک! خدای دې وکړي چې جوړ روغ به یاست، باید ووایم چې غلا په افغان ماشومانو کې یو لوی چلندي کړکېچ دی هرکله چې ماشوم د یوه بل ماشوم د لوبو وسیله بې اجازې پورته کوي او مور یې وایي خیر، غلا له همدې ځایه پیلېږي ورو ورو وده کوي او یو مهال پر کړکېچ اوړي، چې بیا یې مهارول سختېږي. د ماشومانو غلا بېلابېل لاملونه لري چې لومړی له هغو د غلا زده کړه ده، هرکله چې ماشوم ویني چې مور او پلار یې له اجازې پرته د نورو مالونه راوړي او ګټه ورڅخه اخلي ماشوم فکر کوي چې دا یو عادي عمل دي ورو ورو یې دی هم پیلوي او هغه باورونه چې په کوچنیوالي کې په ذهن کې دننه او کلک شي، عادت کېږي او وروسته د اعتیاد بڼه نیسي او اړوند کس نشي کولای د یادو کړنو له سرته رسولو پرته ژوند وکړي. ډېرځله غلا په همدې ډول د انسانانو د شخصیت برخه ګرځي. بل لامل یې غلا ته هڅول دي، کله چې ماشوم یو نوی شی کورته راوړي او وایي دا مې پیدا کړ، په داسې حال کې چې هغه به یې غلا کړي، د موروپلار له لوري ستایل او هڅول کیږي دا ددې لامل ګرځي چې هغوی په لوی لاس د ماشومانو غلا تقویه کړي او ورو ورو یې د شخصیت برخه وګرځي. بل لوی لامل یې د ماشوم لوږه ده دا چې خواړه خوړل د انسانانو د بقا لومړنۍ اړتیا ده نو ددې اړتیا د پوره کولو لپاره هر څه ته لاس اچوي هرکله چې ماشوم وږی شي او زغم له لاسه ورکړي غلا ته مخه کوي ورو ورو یې د لوږې اړتیا پوره کېږي او د نورو مسایلو لپاه لویو غلاوو ته مخه کوي.

پوپلزۍ: استاد ایا دا هم شونې ده چې ماشوم هېڅ غلا ونه کړي؟
امرخېل: ماشومان ډېرځله پرته له اجازې د نورو شیان پورته کوي، اخلي یې او له ځان سره یې وړي، دې ته غلا نشو ویلای ځکه دا یوازې یوه تېروتنه ده او که تېروتنه حساب شي او میندې او پلرونه یې د بیا ځلي تکرار مخه ونیسي نو یاد کړنه غلې کېږي او د تکرار مخه یې نیول کېږي، کله چې تکرار نشوه ورو ورو یې د استحکام مخه نیول کیږي او لامل ګرځي چې د شخصیت برخه نشي. د ماشوم هرې تېروتنې ته د غلا رنګ نشو ورکولای ځکه شاوخوا ټول ماشومان یې له تېروتنو او تجروبو زده کوي یاني که یې تېروتنې او منفي تجربې وهڅول شي تقویه کېږي او که پام ورته ونه شي یا اصلاح شي له منځه ځي.

پوپلزۍ: استاد لکه څرنګه مو چې وړاندې اشاره ورته وکړه کورنۍ د ماشومانو د غلا په ستونزه کې څومره ونډه لري غواړم په دې اړوند لوستونکو ته نور هم ووایاست؟
امرخېل: کورنۍ د ماشوم د روزنې لومړنۍ زانګو ده او د ماشوم هر کړنه له کورنۍ څخه سرچینه اخلي، په کورنیو کې د اړینو محدودیتونو نشتوالی، ټیټې کورنۍ، اقتصادي ستونزې، طلاق، د مور یا پلار مړینه، کورنۍ ناخوالې او نور هغه مسایل دي چې نېغ په نېغه د ماشوم پر روزنه اغېز کوي او د غلا په څېر لسګونه چلندي ستونزې مینځته راوړي.

پوپلزۍ: له داسې ماشومانو سره په ټولنه کې څه ډول چلند کیږي؟
امرخېل: دې ماشومانو ته په ټولنه کې غلاګن ویل کیږي چې همدا کلیمه هم ددې لامل ګرځي چې ماشوم د غلا لپاره انګېره واخلي او ورو ورو همدا کلیمه ماشوم د لویو غلاوو پر لور بوځي، څېړنو ښودلې چې د ماشومتوب پر مهال ټولې هغه کلیمې چې موږ یې اورو یوه یوه یې لومړی چلند او بیا شخصیت اغېزمنوي چې د عمر په لوړېدو سره عادت کیږي او بیا یې کنټرول ستونزمن کیږي.

پوپلزۍ: ایا کله چې ماشوم په ماشومتوب کې غلا کوي د دې اغېزه تر لوی والي پورې هم پاتې کیږي؟
امرخېل: د دې پوښتنې په ځواب کې باید ووایم چې هو! له بده‌مرغه ټول هغه غله چې نن سبا مبایل غلا کوي، د وسلې په زور له خلکو پیسې اخلي، موټر تښتوي او په نورو لارو لویې غلاوې ترسره کوي شاوخوا ټول یې د څلورو لویو لاملونو زېږنده دي، لومړی دا چې میندو او پلرونو یې غلا کوله، دوی ترې زده کړې او اوس لویې غلاوې کوي، دویم دا چې د ماشوم اړتیاوې نه وې پوره شوې، غوښتل یې چې خپلې اړتیاوې د غلا له لارې پوره کړي، ورو ورو په غلا باندې عادت شو او اوس لوی غل ورڅخه جوړ دی، بل لامل ماشوم ته دروغ نه ویل دي ځکه که ماشوم دروغجن شي نو غلا ته هم مخه کوي، څلورم او وروستی لامل غلا ته د ماشوم هڅول دي، پر دې مانا هرکله چې ماشوم یو شی کورته راوړي او د کورنۍ د غړو له لوري ستایل کېږي ماشوم فکر کوي چې دا ښه کړنه ده وروسته یې تکراروي او یو وخت یې د شخصیت برخه ګرځي. همدا څلور لاملونه په ټولو ټولنو کې د غلا لوی لاملونه دي.

پوپلزۍ: استاد ایا دې ستونزې ته ګډوډي هم ویلای شو؟
امرخېل: نه! دا ګډوډي نه ده بلکې دې ته د چلند ستونزه ویلای شو او د ځینو اروایي ګډوډیو لکه ټولې ضد شخصیت ګډوډۍ نښه هم ده، هغه کسان چې د ټولنې ضد شخصیت ګډوډي لري، تل ټولنې ته د زیان رسولو په فکر کې وي چې غلا هم د ټولنې وګړو ته د زیان رسولو په موخه کوي.

پوپلزۍ: استاد د وروستۍ پوښتنې په توګه که راته ووایاست چې د ماشومانو له غلا څخه څنګه مخنیوی کولای شو؟
امرخېل: ډېره ښه پوښتنه مو وکړه ځکه مخنیوی هرکله له درملنې ښه وي، د ماشومانو له غلا څخه د مخنیوي لوړۍ لاره د میندو او پلرونو پوهاوی دی، که چېرې هغوی د چلند (رفتار) د تشکلیل په هکله وپوهیږي نو پر دې به هم وپوهېږي چې د دوی دروغ ویل دړدې لامل ګرځي چې، ماشوم هم دا کړنه عادي وبولي او په عادي ډول یې د چلند برخه وګرځوي.
دویمه لاره چې د ماشوم له غلا نه مخنیوی کوي ماشوم ته دروغ نه ویل دي، هرکله چې موږ رښتیني اوسو نو ماشومان به مو هم رښتیني وي او همداسې رښتیني به خپل ژوند ته ادامه ورکوی، په یاد ولرئ چې ماشوم هره کړنه له خپل مور او پلاره زده کوي که د هغوی کړنې سالمې وي نو اولادونه به یې هم سالم وي او که یې کړنې ناروغه وي نو د اولادونو چلند او کړنې به یې هم ناروغ وي.
درېیمه لاره د ماشومانو اړتیاوې پوره کول دي، هرکله چې ماشوم وږی وي نو د خپلې دې اړتیا د پوره کولو لپاره غلا ته مخه کوي ددې تر څنګ د هغه نورې اړتیاوې پوره کول هم له غلا څخه مخنیوی کوي د بېلګې په توګه ماشوم ته د لوبو وسایل، کتاب، کتابچه او نور شیان رانیول ددې لامل ګرځي چې یادې اړتیاوې پر وخت پوره شي او ماشوم دې ته اړتیا پیدا نکړي چې د نورو د لوبو وسایل، کتاب، کتابچه او نور غلا کړي.
څلورمه لاره د ماشوم غلا نه هڅول دي هرکله چې ماشوم د تمې خلاف کوم شی کورته راوړي د مور یا پلار له لوري یې باید پوښتنه وشي “دا دې له کومه کړ؟ چېرته دې وموند؟ که د کوم بل چا مال وي باید بېرته یې وروړې” که یې دې ټولو پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب ووایه بیا باید اړوند شی ظبط شي تر څو ماشوم ونه شي کولای له هغه شي څخه ګټه واخلي. لنډه دا تر هغو چې موږ ډاډه ونه اوسو چې اړوند شی د غلا ده او کنه! نو له هڅونې او ستایلو څخه باید په کلکه ډډه وکړو؟

پوپلزۍ: مننه استاد چې وخت مو راکړ، خوشاله اوسئ.

امرخېل: هیله کوم له تاسو او د یاران سایټ له ټولو همکارانو مننه چې د ارواپوهنې غږ د هېواد ګوټ ګوټ ته رسوي.

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.