د غذا خوړولو وروسته له دې ۷ ناسالمو عادتونو ځان وساتئ

رنګین تجريدي ډیزاین
ژباړه: حماد هلال

ځيني کسان له ډوډۍ خوړولو وروسته چای څښل، لنډ خوب، مېوه خوړل او داسې نور عادتونه لري، دوی باور لري، چې دا کارونه د خوړو هضم کېدو کې مرسته  کوي. په دې لیکنه کې ۷ هغه تېروتنې راوړل شوي، چې د ډوډۍ خوړولو وروسته باید ورڅخه ځان وساتو.

ورزش: د ډوډۍ خوړولو وروسته سم دلاسه ورزش مکوئ، لږ تر لږه دوه ساعت وخت ورکړئ. د ورزشي حرکاتو ترسره کول، په ډکې معدې سره د هډوکو التهاب، عضلاتو ټپي کېدو او دردمنېدو لامل ګرځي. که تاسو د خوړو وروسته حرکت ته اړتیا لرئ، پلي ګرځيدل د خوړو هضمېدو لپاره غوره ټاکنه ده.

سیګرټ څکل: د خوړو وروسته د تنباکو استعمال د خوړو هضم کې مداخله کوي. تنباکو کولای شي د مهمو منرالونو او ویټامینونو جذب مخه ونیسي. د ډي، سي او کلسیم  ویټامینونه د سګرټ څکولو څخه وروسته نه جذبېږي.

ویده کېدل: د خوړو وروسته سمدلاسه ویده کېدل خطرناک دي، د وزن اضافه کېدو سربېره د زړه سوخت او مغزې سکتې خطر ‌‌‌ډېروي، چې ممکن د مرګ لامل وګرځي. د خوړو وروسته لږ تر لږه دوه ساعتو پورې ویده کېدل هېر کړئ.

ځان مینځل: حمام کول د لاسونو، پښو، بدن نورو سطحو او معدې ترڅنګ د وینې جریان تېزوالي لامل ګرځي، چې په پایله کې د خوړو په هضم کې اختلالات منځته راوړي. د خوړو تر خوراک نږدې ۳۰ دقیقې وروسته باید ولامبل شي.

د چای څښل: که د وینې له کموالی رنځ وړئ، نو د خوړو څخه وروسته سمدلاسه د چای څښل پرېږدئ. دچای څښل د خوړو څخه د اوسپنې جذب کمدو لامل ګرځي. که د اوسپنې کمښت ولرئ یا امیدواره یاست، لږ تر لږه د خوړو د خوراک څخه یو ساعت وروسته چای وڅښئ.

د مېوې خوړل: د خوړو وروسته د مېوې خوراک غوره نظریه نده. مېوه د همضمېدو لپاره بېلابېلو انزایمونو ته اړتیا لري، د مېوې خورا ک لپاره غوره وخت هغه دی، چې ستاسو معده په پوره ډول ډکه نه وي. د خوړو څخه وروسته د مېوې خوراک په معده کې د هوا جمعه کېدو لامل ګرځي او د ګېډې پړسوب رامنځته کوي. په دې اساس باید د خوړو څخه یو ساعت وړاندې یا دوه ساعته وروسته مېوه وخوړل شي.

ژاوله: د ژوالې ژول د خوړو څخه وروسته د غاښونو پاکوالي او خولې یخوالي لپاره د خلکو ترمنځ رایج عمل دی. دا کار ډېره هوا معدې ته داخل کوي، کوم چې د ګېډې پړسیدو او باد جوړیدو لامل ګرځي.

 

About ياران ټیم 3411 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.