د افغانستان لوبډله په شل اوریز کرکېټ درجه بندۍ کې اووم مقام کې ده او نومرې یې هم ۲۳۶ دي.
بل پلو د ویسټ انډیز لوبډله په دې درجه بندۍ کې اتم ځای کې ده او نومرې یې هم ۲۳۵ دي.
په دې موقع ویسټ انډیز له اسټرالیا څخه د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ څلور د یو پر وړاندې وګټله او خورا وځلېدله.
څو ورځې وروسته ویسټ انډیز او پاکستان پنځه شل اوریزې لوبې لري، که چېري ویسټ انډیز دا لوبلړۍ هم وګټي، نو افغان لوبډله شاته کوي او ویسټ انډیز په شل اوریز کرکټ کې اووم ځای او حتی د شپږم ځای نیولو پورې تللی شي.
افغان لوبډله نږدې دوو میاشتو کې شل اوریزې لوبې نه لري او داسې ویل کېږي، چې له نړیوال جام څخه څو ورځې مخکې به له ویسټ انډیز او اسټرالیا سره شل اوریزې لوبې ولري.
خو دا دواړه لوبډلې نسبت افغان لوبډلې ته مشرانې هم دي او پیاوړي هم دي.
یعنې د افغانستان د ماتېدو شونتیا زیاته ده.
که چېري یادې لوبې افغانستان وبایلي په شل اوریز کرکټ کې ترې بنګله دېش هم مخکې کېدای شي.
بنګله دېش اوس ۲۲۲ نومرې او لسم ځای کې دی؛ خو دې لوبډلې د جولای په ۲۴ مه زِمبابوې ته په درې شل اوریزو لوبو کې دوه د یو پر وړاندې ماته ورکړه.
نو په دې سره راتلونکې درجه بندۍ کې بنګله دېش مثبتې نومرې ترلاسه کوي او د افغانستان د وروسته کېدو امکان شته.
د افغان لوبډلې لپاره څه پکار دي؟
د دې لوبډلې لپاره پکار دي، چې یو ځل بیا زِمبابوې یا هم ایرلېنډ سره سیریز وکړي، ترڅو یاد سیریز وګټي او خپلې نومرې لوړې کړي.
بنګله دېش او سریلانکا سره هم ښه فایټ کولای شي؛ خو نورو لوبډلو څخه یې د لوبو ګټلو سلنه کمه ده.
افغان لوبډلې لپاره اوسنی وخت خورا حساس دی، ځکه نړیوال جام راتلونکی دی او دې جام کې افغان لوبډله په ټاپ لسو لوبډلو کې شامله ده.
نو که لوبډله په اووم پوزیشن نړیوال جام ته تللې وای، مُرال به یې لوړ وای او بل به یې د غوره والي حیثیت هم ساتل شوی وای.
خو دا چې افغان لوبډله په لنډ وخت کې لوبې نه لري؛ نو ستونزه ورته همدا ده، چې پرمختګ به ونه شي کړای.