د سل توپونو سیالیو په دویمه لوبه کې محمدنبي عیسی خېل د لندن سپایرېټ لوبډلې په ګټه ولوبېد.
نوموړی په توپ اچونه کې خورا ښه وځلېد.
هغه په شل توپونو شل منډې ورکړې، چې په هر توپ یې یواځې یوه منډه ورکړې ده او یوه وېکټ یې هم ترلاسه کړه.
تر اوسه په داسې کمه ایکانومي توپ اچونه کوم بالر نه ده کړې، خو محمد نبي عیسی خېل د کمو منډو ورکولو بنسټ جوړ کړ.
محمدنبي عیسی خېل په شل توپونو کې ۷ توپونه ډاټ کړل یا یې له منډو ورکولو پرته ترسره کړل او د توپ وهنې برخه کې یې په څلور توپونو ۶ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دوی لوبډلې لندن سپایرېټ، برمینګهم فونېکس ته ۱۴۵ منډې هدف ورکړی و.
ذاک کرالي په ۴۰ توپونو ۶۴ منډې کړې وې او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه.
برمینګهم لوبډلې هدف په اووه نوي یم (۹۷) توپ د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د معین علي د ۴۰ منډو په مرسته پوره کړ او د محمدنبي دې ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
ذاک کرالي لومړی لوبغاړی شو، چې په سل توپونو سیالیو کې یې نیمه سلیزه ثبت کړه.
د سل توپونو سیالۍ د جمعې په ماسختن د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوي، چې لومړۍ لوبه کې یې اوول اېنوېسېبل لوبډلې مانچیسټر اورېجنلز ته په ۹ منډو ماته ورکړې وه.
په دې سیالیو کې راشدخان له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره، محمد نبي له لندن لوبډلې سره، قیس احمد له وېلش فایر سره او مجیب الرحمن له نارترن سوپرچارجرز سره لوبېږي.
دا لوبې د اګسټ په ۲۱ مه نېټه پای ته رسېږي.
د سل توپونو لپاره د بلاسټ سیالیو ځنډول
د انګلستان بلاسټ شل اوریزې لوبې د جون په ۹ مه د ۱۸ لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، دا سیالۍ کواټر فاینل ته رسېدلي دي، چې د راشدخان دې او قیس احمد دې لوبډلې په دې پړاو کې ورداخلې شوې دي.
دا چې د جولای په ۲۲ مه د سل توپونو سیالۍ پیل شوې؛ نو له دې امله د بلاسټ سیالیو لوبې وځنډېدې.
د بلاسټ سیالیو کواټرفاینل لوبې به د اګسټ په ۲۴ مه پیل شي.