دې لوبډلې چې د درې یو ورځنیو او درې شل اوریزو لوبو لپاره انګلستان ته سفر کړی و، د اختر په لومړي ماسختن یې سفر پای ته ورسېد.
د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې، د صفر پر وړاندې انګلستان یوړه او د درې شل اوریزو لوبو لړۍ هم دوه د یو پر وړاندې انګلستان وګټله.
درېیمه شل اوریزه لوبه د عادل رشید او معین علي لوبه
درېیمه شل اوریزه لوبه کې پاکستان د ټاس په ګټلو سره لومړی توپوهنه وکړه، دې لوبډلې د عادل رشید د توپ اچونې مقابله ونه شوه کولای، یواځې محمد رضوان ۷۶ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې او د پاکستان هدف یې تر ۱۵۵ ورساوه.
د پاکستان د توپوهنې ملا عادل رشید او معین علي ماته کړه، عادل رشید لخوا بابراعظم په ۱۱ منډو، صُهیب مقصود په ۱۳ منډو، محمد حفیظ په یوه منډه، شاداب خان په دوو منډو وسوځول شول او معین علي بیا فخر زمان په ۲۴ منډو رخصت کړ.
نو د پاکستان نیمه لوبډله دوی دواړو وسوځوله او دواړو په ۸ اورونو کې ۵۴ منډې ورکړې.
دوی دواړو وکولای شول، چې یاده لوبډله په ۱۵۴ منډو راحصاره کړي او بالاخره یې د انګلستان توپوهونکو ته زمینه برابره کړه، چې هدف په وروستي اوور کې چېس کړي.
معین علي او عادل رشید اصلاَ پاکستاني دي؛ خو له ډېر پخوا یې کورنۍ انګلستان ته تللي دي او په همدې وجه اوس د انګلستان په لوبډله کې لوبېږي او د هغه ځای یادېږي.
انګلستان د پاکستان ورکړل شوی هدف په وروستي اوور کې د ۷ وېکټو په لوېدو سره د جېسن رای د ۶۴ منډو په مرسته بشپړ کړ او پاکستان ته یې په ۳ وېکټو ماته ورکړه.
د لوبې غوره لوبغاړی جېسن رای او د ټول سیریز غوره لوبغاړی لیام لېوېنګسټن وپېژندل شو.
د جولای په ۲۷ مه ۶ ورځې وروسته پاکستان او ویسټ انډیز په ویسټ انډیز کې د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ پیلوي.
دواړه لوبډلې دوه ټېسټ لوبې هم لري.
اخوا بیا سریلانکا، هندوستان ته دویمه یو ورځنۍ لوبه هم وبایلله او سیریز دوه د یو پر وړاندې مخته ولاړ.
دواړه لوبډلې دویمه یو ورځنۍ لوبه د جمعې په ماسپښین دوه بجې پیلوي.
دا لوبډلې درې شل اوریزې لوبې هم لري.
په دې لوبه کې ډیپک چهر د لوبې غوره لوبغاړي جایزه واخیسته، د توپ اچونې برخه کې یې دوه وېکټې واخیستې او د توپوهنې برخه کې یې ۶۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
بل پلو اسټرالیا بیا ویسټ انډیز ته په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې په ۱۳۳ منډو ماته ورکړه، مېچل سټارک د پنځه وېکټو په اخیستلو سره د لوبې غوره لوبغاړی شو.
دویمه لوبه د راتلونکې پنجشنبې په ماخستن ۱۱ بجې پیلوي.