لیکنه: شمله نادري
الله ﷻ په یوه کال کې مسلمانانو ته دوې لویې خوشحالۍ ور په برخه کړې دي. چې دوی خپل ټول غمونه او دردونه هېر کړي او له دې نېکو ورځو څخه خوند واخلي، تگ راتگ وکړي، چکر ووهي، عبادات وکړي، خیراتونه (صدقې) ورکړي او دې ته ورته د نورو کارونو په کولو یې دوی مکلف کړي. هر مسلمان ته لازمه ده چې د اختر پر ورځ یوشمېر کارونه تر سره کړي لکه:
1: غسل کول
د اختر له ادابو یو ادب غسل کول دي. د غسل کول پر هر مسلمان که هغه نارینه وي او که ښځینه سنت دی.
2: د پاکو جامو اغوستل او د خوشبویي (عطر) استعمال
د اختر دویم اداب د پاکو جامو اغوستل دي اړینه نه ده چې دا جامې دې نوې وي یوازې پاکوالی یې شرط دی، ځکه ډېر داسې کسان شته چې د نوو جامو کولو وس نه لري، نو نوی والی شرط نه دی، بلکې پاکوالی یې اړین دی.
3: د اخترلمونځ
مسلمانان باید وروسته له غسل او پاکو جامو اغوستلو لمونځ وکړي. د اختر لمونځ د نورو لمونځو سره لږ توپیر لري هغه دا چې دا لمونځ دوه رکعته دی، حکم یې واجب او اذان نه لري.
4: قرباني کول
البته چې قرباني په لوی اختر کې کېږي، قرباني کول هم ځانته خپل اصول لري، چې موږ یې دلته لنډه یادونه کوو:
د قرباني څاروی به داسې څملوي چې مخ يې د قبلې لور ته وي او دا دعا دې ووايي:
اِنِّی وَجَّهْتُ وَجْهِیَ لِلَّذِیْ فَطَرَ السَّموتِ وَالاَرْضَ حَنِفًاوَّمَآاَنَامِنَ الْمُشْرِکِیْنَ اِنَّ صَلوتِی وَنُسُکِی وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِی لِلهِ رَبِّ الْعلَمِينَ لاَشَرِیْکَ لَه وَبِذالِکَ اُمِرْتُ وَاَنَامِنَ الْمُسْلِمِيْنَ اَللهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ .
ژباړه: ما خپله توجه له هر خوا نه راگرځولی دی د هغه ذات لوري ته را گرځېدلی يم چې اسمانونه او ځمکې يې پيدا کړې دي او زه د مشرکانو نه، نه يم، زما لمونځ، زما حج، ټول عبادتونه، زما ژوند او زما مرگ ټول د الله لپاره دي، چې هغه د ټول جهان څښتن دی او شريک نه لري، ماته د دې حکم شوی دی او زه فرمانبرداره يم، ای الله! دا هر څه ستا ورکړه ده او ستا لپاره ده.
که د چا دعا نه وي زده په زړه کې دې نيت وکړي بسم الله او الله اکبر دې ووايي او قرباني د پیل کړي
قرباني باید په تېره چاړه سره وشي.
5: د اختر مبارکي
وروسته له قرباني کولو باید ټول یو او بل ته د اختر مبارکي ورکړي د خپلو او خپلوانو کورونو ته ورشي، د ناروغانو پوښتنه دې وکړي، چکر دې ووهي، ماشومانو ته دې اختری ورکړي او داسې نور کارونه د تر سره کړي.
اختر د مسلمانانو لپاره لویه خوشحالي ده دوی له اختر نه مخکې ځانته جامې چمتو کوي، کورونه پاکوي، بېلابیل خوراکي توکي اخلي، دا هغه خوشحالي ده چې لمانځل یې اللهﷻ را باندې لازم کړي نو هر مسلمان ته پکار ده چې په دې مبارکه ورځ ټولې بدۍ هېرې کړي، ټول هغه کسان چې بد یې ورسره کړي وي وبښي او د خپل ژوند د کتاب یوه نوې او د خوښیو ډکه پاڼه را پرانیزي چې هم د اللهﷻ امر پر ځای کړي او هم یو ارامه ژوند پیل کړي.