ژباړه او راټولونه: احمد فرهاد توتاخیل
کله چې یو څوک غواړي د سیل لپاره له هیواده بهر ولاړ شي، نو د ځان د خوندیتوب او امنیتي اندیښنه خامخا ورسره مله وي. په همدې اساس، که چیرې غواړئ په راتلونکي کې له هیواده بهر سفر وکړئ، نو لاندې د نړۍ هغه لس خوندي هیوادونه دي، چې جنايي پیښې پکې کمې دي او په بشپړه توګه کولی شئ چې ځان پکې خوندي احساس کړئ:
۱. فنلنډ
دغه هیواد نه یوازې داچې له ښکلو او زړه راښکونکو منظرو څخه ډک دی، بلکې جنايي پیښې هم پکې په نشت حساب دي. دې هیواد ته سیلانیانو د څو نورو ټکو لپاره هم ورځي.
· د دغه هیواد د شمالي برخې د رڼاګانو طبیعي ښکلا لري
· د دغه هیواد د پلازمینې هیلسینکي (Helsinki) ډیرې سترې او زړې ودانۍ لري.
۲. ایسلنډ
د دغه هیواد اوه نوي (۹۷٪) سلنه وګړي منځنۍ طبقه (نه ډیر شتمن او نه هم ډیر غریب) دي او د نړۍ په کچه درېیم هیواد دی، چې ترټولو ټیټه کچه جنایي جرمونه پکې پیښیږي. د دغه هیواد وګړي په روښانه توګه له ویرې او وحشت څخه خوندي دي.
· په دغه هیواد کې د مۍ میاشتې له پنځلسمې نیټې څخه د جولای میاشتې تر پایه پورې په دوامداره توګه لمر وي.
· یو کس کولی شي، چې د جیوترمال انرژي (Geothermal Energy) په اوبو کې ځان غوټه کړي او ځان ته انرژي ورکړي
· سیلانیان کولی شي د کنګل او اور له مځمکو لیدنه وکړي. دغه هیواد ګڼ شمیر اورشیندونکي (اتشفشانونه) غرونه یا غونډیګانې او د کنګل لویو ټوټو درلودونکي ځایونه لري.
۳. هانګ کانګ
د هانګ کانګ پولیس د ادب او نزاکت له پلوه د نړۍ په کچه نوم لري، خو سر بیره پر دې مسئلې، بیاهم له سیمې څخه په دوامداره توګه نظارت کوي. د یوه سیلاني په توګه، ښايي چې ته یې د لاندې ځینو زړه راښکونکو لاملونو له کبله هم د خپل راتلونکي سفر لپاره خوښ کړې:
· په خوړو، سودا اخیستلو او د شپې له لورې په ګرځیدلو باندې یې بیلابیل فرهنګي مسایل حاکم دي
· د کال په جریان کې بیلابیل جشني مسایل، اور لوبې او د خوښۍ نمانځغونډې پکې ترسره کیږي
· د نړۍ په کچه د ترانسپورت یوه ښه شبکه لري، چې هرڅوک په هر وخت کې کولی شي د الوتکې، کښتۍ، ټکسي، اور ګاډي او یاهم د بریښنايي اور ګاډي په وسیله له یوه ځای څخه بل ځای ته پکې سفر وکړي
۴. ناروې
د کار د سخت اصولو او مذهبي عقیدو پر بنسټ، ددې هیواد په کلیوالې ټولنې کې ډیر په کمه کچه جرمونه ترسره کوي او د جنايي جرمونو کچه پکې ډیره ټيټه ده. لاندې یو څو نوروې ځانګړنې دي، چې دغه هیواد ته یې ښکلا وربخښلې او د ډیرو سیلانیانو پام یې ځان ته اړولی دی:
· د نړۍ په کچه د ځینو نورو هیوادونو په په پرتله د دغه هیواد عام وګړي ډیر خوښ طبیعته دي
· سیلانیان کولی شي چې د دغه هیواد له هغو طبیعي نرۍ بحیرو له لیدو خوند واخلي، چې یو او بل خوا یې کنګل وي
· په اوړې کې ناروي کې داسې سیمې هم شته چې تقریبا څلورویشت ساعته په کې د لمر له وړانګو خوندی اخیستلی شئ.
۵. سویزرلنډ (سویس)
د سویس هیواد ډیری اوسیدونکي د قانون مطیع دي او په عام ځایونو کې د مجرمینو د ویرولو او ګواښولو لپاره وسلې پورته پورته کوي. داچې د دغه هیواد دولت دغه پالیسي تصویب کړی او په خپلو ښارونډانو ډير ویاړي، نو وسله پلوې پالیسي داسې بریښي چې مجرمین د جرمنو له ترسره کولو وویروي او د جنايي جرمنو له پیښیدو مخنیوی وکړي. له دغه هیواد څخه د لیدنې نور لاملونه په لاندې ډول دي:
· د سویس خواږه او چاکلیټ ځانګړی نوم لري.
. سویس ډیرې ښکلې طبیعي منظرې، غرونه، جهیلونه او له ښایست ډکې سیمې لري.
· د مټرهارن (Matterhorn) او الپ (Alps) غرونو، چې د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ غرونه دي، دغه هیواد ته یې لا ښکلا وربخښلې او په لیدو یې د سیلانیانو خولې له خندا ډکیږي
· په دغه هیواد کې (۱۶) ساعته د لمر رڼا غوړیدلې وي
۶. پرتګال
په عمومي توګه، د دغه هیواد وګړي خورا زیات باادبه او بانزاکته دي او له همدې کبله د جنایي جرمنو پیښې پکې کمې ترسترګو کیږي. که چیرې کوم وخت مو غوښتل چې له دغه هیواد څخه لیدنه وکړئ، نو د دغو لاندې څو ځایونو لیدل مه هیروئ:
· د اورشیندونکو (اتشفشاني) ډبرو غارونه او د سمندرونو د څنډې (ساحل) زمرد ته ورته رنګ
· د پاکو او معدني اوبو طبیعي چینې
· د کال په هر موسم کې تازه بحري خواړه پیدا کیږي چې سیلانیان کولی شي په هر وخت کې ترې ګټه پورته کړي.
۷. نیو زیلاند
نیو زیلاند د نړۍ یو له ښکلو او پرمختلونکو هیوادونو څخه دی، چې څه ناڅه هیڅ وګړی یې د جنايي جرمونو د ترسره کولو په فکر کې نه دی او نه غواړي چې بل چاته زیان ورسوي، یوازې له خپل ژوند څخه خوند اخلي. د دغه هیواد څخه د لیدو لپاره څو نور لاملونه:
· دغه هیواد په زیاته کچه سمندرونه، د کنګل سترې ټوټې او اورشیندونکي (اتشفشاني) غرونه لري
· له لوړو ځایونو (غرونو او اپارتمانونو) څخه د جمپ کولو (د رسۍ په وسیله) په لوبو کې نړیوال شهرت لري
۸. اطریش (اسټریا)
په دغه هیواد کې د جنايي جرمونو او تروریستي ګواښونو کچه ډیره ټیټه ده، نو له همدې کبله سیلانیانو ته یو خوندي ځای دی او سیلانیان کولی شي په ازاده توګه خپل چکر پکې ووهي. لاندې څو نور لاملونه هم لري:
· د دغه هیواد په پلازمینه کې زیاتې مشهورې او سترې کافي خونې شته
· افسانوي او د خیالي کیسو کلیو ته ورته په زړه پورې کلیوالې سیمې لري.
۹. سویډن
په دغه هیواد کې د امریکا د متحده ایالاتو په پرتله د جنایي جرمنو کچه خورا زیاته ټیټه ده او خلک یې سوله غوښتونکي دي او غواړي په سوله ییزه فضا کې خپل ژوند پر مخ یوسي. له دغه هیواد څخه سیلانیان د لاندې ځينو لاملونو له کبله هم لیدنه کوي:
· دغه هیواد یو ډول سترې هوسۍ لري
· دغه هیواد یو مهال د سکانډیناوي هیوادونو د مشهورو سمندري غلو او شوکمارانو (Vikings) کور وو.
· سیلانیان د دغه هیواد په جوکاسجروي (Jukkasjärvi) سیمه کې له کنګل جوړ شویو هوټلونو څخه لیدنه کوي
۱۰. هالنډ
په دغه هیواد کې هم د نورو هیوادونو په څیر د جنایي جرمونو پیښې کمې ترسترګو کیږي او کچه یې ټیټه ده. دغه هیواد د لاندې ځینو تاریخي ځایونو په درلودلو سره نړیوال شهرت لري:
· د ریجکس موزیم (Rijksmuseum)
· د اروپا بڼ (The Garden of Europe)
· د دغه هیواد د پلازمینې امسټرډم (Amsterdam) کانالونه