د انګلستان توپوهونکي جېمز وېنس چې په درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې یې د انګلستان لپاره د پاکستان پر وړاندې د یو اتل او درې د صفر پر وړاندې د سیریز وړونکي رول ولوباوه، په خپله مرکه کې ویلي، چې فکر مې نه کاوه چې داسې وخت به راځي چې پاکستان به زما په یوه مهمه سلیزه ماته خوري.
هغه د سه شنبې په ورځ د پاکستان پر وړاندې درېیمه یو ورځنۍ لوبه کې په ۹۵ توپونو ۱۰۲ منډې وکړې، چې ۱۱ څلوریزې یې وهلې وې او لوبډله یې بري ته بیخي ورنږدې کړه.
نوموړي له دې بریا وروسته د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړه.
انګلستان په دې لوبه کې د پاکستان ۳۳۲ منډې هدف مات کړ او په ۷ وېکټو یې بریا خپله کړه.
له دې وړاندې دوه مخکینۍ لوبې هم انګلستان ګټلې وې.
د انګلستان لخوا پاکستان ته مناسب ځواب
په درېیمه لوبه کې امام الحق ۵۶ منډې وکړې، بابراعظم ۱۵۸ منډې او محمد رضوان ۷۷ منډې جوړې کړې.
چې دې چارې د دوی د هدف په لوړولو کې مرسته وکړه.
برېډن کارس د انګلستان لپاره ۵ وېکټې واخیستې.
جېمز وېنس د بابراعظم د سلیزې ځواب په سلیزه ورکړ او د دې سربېره لویس ګریګوري د محمد رضوان د ۷۷ منډو ځواب په ۷۷ مهمو منډو ورکړ او له جېمز وېنس سره یې تر ۱۵۰ زیاتو منډو ملګرتیا هم وکړه.
د ثاقب محمود وېنا
زما او د لوبډلې لپاره یوه غوره اونۍ وه، تېره اوونۍ ما د لانکاشایر لپاره لوبه وکړه، خو دا اونۍ دلته وم، زما لپاره د ویاړ ځای دی، چې زه د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شوم، د بېن سټوکس زیاته لارښوونه وه، چې ما سمه توپ اچونه وکړه.
د بابراعظم څرګندونې
په درېیمه لوبه کې موږ له پیله ښه توپ اچونه ونه کړه، د لوبغاړو د ډګر ساتنې برخه هم ښه نه وه او غواړم چې راتلونکو لوبو ته تېروتنې اصلاح کړو او شل اوریزو لوبو ته ښه چمتووالی ولرو.
په رښتیا هم انګلستان ښه لوبه وکړه او درېیمه لوبه کې د جېمز وېنس سلیزې مات کړو.
د بېن سټوکس خبرې
ټولو لوبغاړو د زړه له اخلاصه لوبه وکړه، زه له مورګن، رهبرۍ غړو هر یو سېلورووډ او ټرېور بایلس ته ورکوم، چې ځوانو لوبغاړو ته یې لومړی د لوبېدو موقع ورکړه او وروسته یې بیا هغوی خپلې طبیعي لوبې ته پرېښودل.
د شل اوریزو لوبو پیل
دواړه لوبډلې د جمعې په ماخستن لس بجې د درې شل اوریزو لوبو لومړۍ لوبه پیلوي، دویمه شل اوریزه لوبه د یکشنبې په مازیګر شپږ بجې او درېیمه شل اوریزه لوبه د سه شنبې په ماخستن لس بجې پیلوي.
که انګلستان دا درې واړه لوبې وګټي، نو دا به روانه میاشت کې د دوی د دوو هېوادونو پر وړاندې د کلین سویپ بریاوې وي، له دې وړاندې سریلانکا هم په درېیوو یو ورځنیو او درېیو شل اوریزو لوبو کې ماته کړې وه او اوس وار د پاکستان دی.