چینايي سوپر کینګز د «IPL» سیالیو پای لوبې ته ورسیده 

لاس کې ودانۍ د جوړولو تخته

د هندوستان د «IPL» مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو لوبو کې د چینايي سوپر کینګز لوبډله د لمړۍ لوبډلې په توګه تر پای لوبې ورسیده.

د ۲۰۱۸ م کال د یولسم پړاو سیالیو کې دواړه چینايي سوپر کینګز او سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په موخه په مهمې سیالۍ کې مخامخ شوې، چې پکې چینايي لوبډلې د بریا په خپلولو سره ځان فاینل لوبې ته ورسوو.

په سیالۍ کې حیدر اباد لوبډلې په خپلې لمړۍ توپ وهنې د لوبې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ویسټ انډیزي کارلوس بریټ ویټ د زیاتو ۴۳ منډو  جوړولو سره مقابلې چینايي لوبډلې ته د ۱۴۰ منډو هدف ورکړ، خو چینايي لوبډلې پای لوبې ته د رسیدو په موخه په سیالۍ کې دغه هدف د لوبې په وروستي ۲۰ م  اور کې ترلاسه کړ او د لمړۍ لوبډلې په توګه د روان دې پړاو لیګ سیالیو پای لوبې ته ولاړه.

په دې سیالۍ کې افغان لوبغاړی راشد خان په توپ اچوونه کې تر نور ښه وځلید، چې په سیالۍ کې د خپلو څلور اورونو په ترسره کولو د ۱۱ منډو په ورکړې د ۲ لوبغاړو هندي مهیندر سینګ ډوهني او ویسټ انډیزي الراونډر ډواین براوو په سوځیدو بریالی شو، خو لوبډله یې بریا ته ونه رسیده.

 په دغه سیالیو کې د ۸ ګډون کوونکو لوبډلو څخه ۴ لوبډلې دویم پړاو «پلی اف» ته رسیدلې وې، چې پکې چینايي سوپر کینګز، سنرایزرز حیدر اباد، کلکته نایټ رایډرز او راجستا رایلز لوبډلې شاملې وې.

 د چینايي او حیدر اباد لوبډلو ترمنځ د سیالۍ وروسته به اوس کلکته لوبډله د راجستان خلاف په سیالۍ کې لوبیږي او ګټونکې لوبډله به پای لوبې ته د رسیدو په موخه د حیدر اباد لوبډلې خلاف په بلې راتلونکې لوبه کې بخت ازمايي.

د کلکتې نایټ رایډرز او راجستان رایلز لوبډلو ترمنځ سیالي نن د چهار شنبې په ورځ د ماښآم په ۶ بجو په هندوستان کې ترسره کیږي، چې پکې به بایلونکې لوبډله کور ته ستنه شي.

 د یادونې وړ ده، چې د هندي لوبډلمشر ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ کې رایلز چیلینجرز بنګلور، د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې ممبيي انډینز، د راوي چندرن اشوین په لوبډلمشرۍ کې پنجاب او د ځوان هندي لوبغاړي شیر ایس آییر په لوبډلمشرۍکې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې په لمړي راونډ سیالیو کې د مسلسل لوبو د بایللو له کبله د دې لیګ څخه بهر شوې دي.

 د روان یولسم پړاو «IPL» مشهوره ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو پای لوبه به د روانې مۍ میاشتې په ۲۷ مه نیټه د راتلونکې یک شنبې په ورځ د هندوستان په ممبيي ښآر کې ترسره شي.